قرارداد اکمال تیل دیزل و پطرول به شرکت امارتی حفظ و مراقبت مکرویان ها

قرارداد اکمال تیل دیزل و پطرول به شرکت امارتی حفظ و مراقبت مکرویان ها

  1403 - جدی - 02

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت (AOGC) د  مکروریانو ساتنې او پالنې شرکت د اړتیا وړ ډيزل او پټرول تېلو د پلور یا رسولو تړون په (25/میزان /1403) نېټه لاسلیک کړ.

د دغه تړون له مخې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ژمنه کړې چې د ۱۴۰۳ ه ش مالي کال تر پایه به ۶۰۰۰ ليټره ډیزل او ۱۰۰۰ لیټره پټرول تېل د تړون د ځانګړو شرایط سره سم، د  مکروریانو ساتنې او پالنې شرکت ته ورکوي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د هغو هڅو یوه برخه ده چې د دولتي ادارو او بنسټونو د اړتیاوو د پوره کولو او د خصوصي سکټور په تړونونو باندې د امارتي ادارو او بنسټونو د انحصار د کمولو او د دولتي شرکتونو د ملاتړ په خاطر ترسره کیږي. همدارنګه دغه همکاري کولای شي د اماراتي شرکتونو د عوایدو د زیاتوالي لامل شي او د دولتي شرکتونو په پیاوړتیا سره په دغو شرکتونو کې نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.