موږ د باور وړ د تېلو او ګازو چوپړتیاوې وړاندې کوو

د افغانستان نفت او ګازو شرکت یو له لویو او خورا مهمو دولتي شرکتونو څخه دی چې په افغانستان کې د نفت او ګازو د وېش په برخه کې له ۶۰ کلونو زیاتې تجربې او تخصص په لرلو سره، د انرژۍ سکټور په برخه کې فعالیت کوي.

یو ځای د ځان بسیاینې په لور

د افغانستان اسلامي امارت له یو چینایی شرکت سره د امو سیند نفتي حوزې څخه د نفتو د استخراج او د هیواد په شمال کې د نفتي زېرمو پراختیا په موخه د څو میلیارد ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ. د مالوماتو له مخې داسې اټکل کېږي چې په افغانستان کې د درې ټریلیون ډالرو په ارزښت نفتي توکي شتون لري چې د بهرنیو پانګه اچونکو پام یې ځان ته اړولی دی

د با کیفیته تولیداتو سمبول

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت په مرکز او ولایاتو کې په ۹۵۷ جریبه ځمکه کې د ۲۰۶۱۲۰ ټنه نفتو د زېرمه کولو وړتیا لري

په چټکه توګه د غوره چوپړتیاوو وړاندې کول

د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت شاوخوا ۱۰۰ عرادې د نفتو او ګازو ټانکرونه لري چې په اغېزمنه توګه د هیواد له پولو او زېرمو څخه نفتي توکي په ټول هیواد کې خپلو د تېلو او ګازو ټانکونو ته رسوي

د سون ګازو غوره چوپړتیاوې وړاندې کول

د افغانستان نفت او ګازو امارتی شرکت د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د ۱۷۳۱۹ ټنه اوبلنو ګازو د زېرمه کولو وړتیا لري چې کابو ۴۳۶ جریبه ځمکه یې تر پوښښ لاندې نيولې ده

لر لید

زموږ لید دا دی چې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د مالي ، ټیکنالوژیکي او سازماني وړتیاوو په اغېزمنه توګه کارولو له لارې د سوداګریزو لاسته راوړنو په موخه د نفتي توکو په تولید، عرضه، زېرمه، چاڼ، تدارکاتو، او وېشلو کې یو مخکښ سیمه ییز شرکت واوسي.

د AOGC لر لید په اړه نور معلومات

ماموریت

د نفت او ګازو د رسولو لپاره د زېرمو پراخول، د بازار د انحصار د کنټرول له لارې د نرخونو ټینګښت، د کلني تولید کچه لوړول، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د راجلبولو له لارې د نورو شریکانو په مرسته د چاڼ خونه جوړول، د تېلو د ټانکونو شمېر زیاتول او د شته تېل ټانکونو رغول زموږ ماموریت دی.

د AOGC ماموریت په اړه نور معلومات
Herat Directorate
د جنس ډول نرخ / واحد بدلون وروستی تازه شوی
اوبلن نفت او ګاز (ایل پي جي) $ 610 / ټن 0 1404 - حمل - 05
ډيزل (عراقي) $ 875 / ټن -10 1404 - حمل - 05
ډيزل L01 $ 895 / ټن -5 1404 - حمل - 05
پټرول 80 $ 860 / ټن 0 1404 - حمل - 05
Petrol 93 $ 885 / ټن 0 1404 - حمل - 05
پټرول 92 $ 1095 / ټن 0 1404 - حمل - 05
Aqina Port General Management
د جنس ډول نرخ / واحد بدلون وروستی تازه شوی
اوبلن نفت او ګاز (ایل پي جي) $ 595 / ټن 0 1404 - حمل - 05
ډيزل (عراقي) $ 595 / ټن -298 1404 - حمل - 05
ډيزل L01 $ 900 / ټن 0 1404 - حمل - 05
Petrol 93 $ 910 / ټن 0 1404 - حمل - 05
پټرول 92 $ 1000 / ټن 0 1404 - حمل - 05
ډيزل L02 $ 905 / ټن 0 1404 - حمل - 03
ډيزل L05 $ 896 / ټن 1 1404 - حمل - 02
پټرول 80 $ 890 / ټن 0 1403 - حوت - 29
Hairatan Port Directorate
د جنس ډول نرخ / واحد بدلون وروستی تازه شوی
مازوت تېل $ 240 / ټن 0 1404 - حمل - 05
اوبلن نفت او ګاز (ایل پي جي) $ 585 / ټن 0 1404 - حمل - 05
ډيزل (تولیدي) $ 870 / ټن 0 1404 - حمل - 05
ډيزل L05 $ 895 / ټن 0 1404 - حمل - 05
پټرول (تولیدي) $ 840 / ټن 0 1404 - حمل - 05
لیمویي پټرول $ 910 / ټن 0 1404 - حمل - 05
سپین پطرول $ 910 / ټن 0 1404 - حمل - 05
پټرول 92 $ 1000 / ټن 0 1404 - حمل - 05
Kabul Directorate
د جنس ډول نرخ / واحد بدلون وروستی تازه شوی
اوبلن نفت او ګاز (ایل پي جي) $ 647 / ټن -3 1404 - حمل - 05
ډيزل (ایراني) $ 888 / ټن -2 1404 - حمل - 05
ډيزل L01 $ 940 / ټن 0 1404 - حمل - 05
Petrol 93 $ 930 / ټن 0 1404 - حمل - 05
پټرول 92 $ 1088 / ټن 0 1404 - حمل - 05
ډيزل L02 $ 925 / ټن 0 1404 - حمل - 03
د اجراییوي رئیس پیغام

د اجراییوي رئیس پیغام

زموږ د وېبپاڼې په لیدو له تاسو څخه مننه کوو او زه تاسو ته ښه راغلاست وایم. د دې نوې ډیزاین شوې وېبپاڼې څخه زموږ موخه دا ده، چې تاسو ته د افغانستان نفت او ګازو شرکت په اړه ټول اړین مالومات درکړو؛ ترڅو د دې برېښنایي آدرس له لارې ستاسو  سره د راکړې ورکړې او غوښتنلیکونو په برخه کې اسانتیا راولو. په دې وېبپاڼه کې به تاسو د ځانګړو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځینې دودیز سافټویر غوښتنلیکونو ته هم لاسرسی پیدا کړئ. زموږ موخه دا ده چې دا وېبپاڼه زموږ د کارکوونکو، شریکانو او نورو ګټه اخیستونکو لپاره یو برېښنايي مرکز او نښلوونکې مرکزي ځای شي، چې ټول په یو ځای کې اړینو مالوماتو، چوپړتیاوو، او عملیاتو ته لاسرسی پیدا کړي؛ ترڅو په اغېزمنه توګه د افغانستان نفت او ګازو شرکت پرمختللی برېښنايي بدلون لید په واقعیت بدل کړو. د یوه دولتي شرکت په توګه، د افغانستان نفت او ګازو شرکت د هېواد په اقتصادي وده او ټولنیز پرمختګ کې د پام وړ رول لوبوي. موږ په فعاله توګه نوي پروګرامونه رامنځته کوو او نوي نوښتونه ترسره کوو؛ ترڅو خپلو لوړو موخو ته ورسېږو او په ملي، سیمه ییز او نړیواله کچه خپل اعتبار او شهرت پیاوړی کړو. موږ هڅه کوو، چې په اغېزمنه توګه سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، تخنیکي، سازماني، حقوقي او چاپیریالي بدلونونو او روانو اصلاحاتو ته ځواب ووایو. زموږ راتلونکي لید، اوږد مهاله پلانونه او منل شویو ستراتېژیو په پلي کولو سره، موږ هیله من یو، چې په ټولنه کې به د بیکارۍ او فقر کمولو لپاره نوې دندې او د پرمختګ فرصتونه رامنځته کړو. زموږ اداره او کارکوونکي ژمن دي، چې ټاکل شوې موخې ترلاسه کړي او زموږ د ټولنې د هوساینې او سوکالۍ لپاره د ارزښتناکو چوپړتیاوو سرچینه وي.

په درنښت،

محمد نصیر رحیمي (انجنیر حسن)

نور ولولئ ...
34

څانګې

39+

فعال تېل ټانکونه

12+

چوپړتیاوې

60+

کاله تجربه

د افغانستان نفت او ګازو شرکت

د افغانستان نفت او ګازو امارتی شرکت په ټول هیواد کې د تېلو او ګازو سپړنه، پراختیا، تولید، وارداتو، ذخیره کولو، خرڅلاو او وېش لړۍ څاري او سمبالوي.

چوپړتیاوې

موږ ډول ډول چوپړتیاوې وړاندې کوو

د تېل ټانکونو جوازونه

د تېل ټانک د جوړولو جواز ترلاسه کولو لپاره باید د اړوندو ادارو لخوا ټاکل شوي ځانګړي شرایط او مقررات پلي شي.

د اور وژنې څانګه

د تېل ټانک د اور وژنې څانګه د اور د خطرونو کمولو او په ډاډمن او خوندي ډول د تېلو زېرمه کولو او سمبالولو عملیاتو لپاره، ګړندي او ځانګړي بیړني غبرګونونه وړاندې کوي.

لابراتوار

د افغانستان نفت او ګازو امارتی شرکت لابراتوار د صنعت معیارونو او شرایطو په پام کې نیولو سره، د پټرولیم محصولاتو د ټولیز ټینګښت او کیفیت د تضمین چوپړتیاوې وړاندې کوي.

د نفتي توکو پیمانه کولو تله

زموږ د پټرولیم محصولاتو د پیمانه کولو چوپړتیاوو څانګه د معیاري تلو پر مټ، کره او باور وړ د پیمانه کولو چوپړتیاوې وړاندې کوي.

د واګونونو پیمانه کول

زموږ د واګونونو د پیمانه کولو چوپړتیاوو څانګه د ټرانسپورټی قوانینو سره سم، د بار او واګونونو دقیقې او کره پیمانې مالومولو چوپړتیاوې وړاندې کوي.

امنیتي حل لارې

زموږ د وارداتو امنیتي چوپړتیاوې د بندرونو له صفري نقطې څخه پېل کېږي او تر هغې چې ستاسو توکي د اکمالاتو حدودو ته داخلېږي د هر اړخیزې ساتنې او خونديتوب ډاډ او اطمینان ورکوي.

پېرودونکي

له ۳۰۰ څخه ډېرو پېرودونکو د باور وړ شرکت

دا د افغانستان نفت او ګازو سکټور کې زموږ مراجعین او پېرودونکي دي چې زموږ د ژمنتیا او هوډ بېلګې بلل کېږي. دلته د یو څو پېرودونکو څخه په لاندې ډول یادونه کوو: