
د هرات ولایت د تورغنډۍ مدیریت " دکانونو" باندې پانګونه کول.
- 1404/01/21
- 35
هرات ولابت نفت او ګاز ریاست، پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د "د هرات مولوي صاحب له ذخایرو څخه د کندهار نفت او ګاز ذخایرو ته د بالمقطع تړون په ترڅ کې د (۴۳۴ټنه) ډېزل او (۱۰۹ټنه) پټرول "د لېږدونې پروژه، چې د(AOGC/NCB/HRT/1403/NCS/00073) ګڼې لرونکې ده، د داوطلبۍ په لړۍ کې ګډون وکړي او د یاد پروژې د نرخاخیستنې غوښتنلیک سافټ بڼه د ادارې له اړوندو ټولنیزو پاڼو څخه او فزیکي بڼه یې په رسمي وخت کې د هرات ولایت له تهیه او تدارک مدیریت څخه ترلاسه کړئ.
ښاغلو داوطلبانو! د نرخاخیستنې په غوښتنلیک کې درج شوو شرایطو او د تدارکاتو له قانون او کړنلارې سره سم خپل آفرونه سرتړلي ډول د آفرپرانیستې ناستې ته، چې د (۲۹/۱۲/۱۴۰۳هـ .ش) کال چې له (۱۹/۹/۱۴۴۶هـ .ق) کال سره سمون لري، د چهارشنبې ورځ سهار (۱۰:۰۰) بجې د یاد ریاست اداري ودانۍ، چې ("مرکز ۵۶ټانک" شا ته موقعیت لري) ترسره کیږي، له ځان سره راوړئ.
د یادونې وړ ده، چې ناوخته انټرنیټي رارسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.