
د بغلان ولایت د لرخاب پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/01/05
- 35
د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره په مرکز او ولایاتو کې د نفتي توکو او اوبلن ګازو د ذخیرو او پیپونو د رنګولو پروژې چې تشخصیه شمېره یې AOGC/NCB/1403/W-047ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او په رسمي ساعاتو کې شرطنامه یا تړون د افغانستان نفت او ګازو شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي؛
داوطلبان کولای شي خپل آفرونه د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تړون د شرایطو او قانون او تدارکاتو د طرزالعمل سره سم، د یادې پروژې لپاره چې د اعلان له خپرېدو نیټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته چې د خیرخانې کوتل په سر د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې تر څنګ موقعیت لري، وسپاري.
له وخته تېر یا آنلاین وړاندیزونه یا آفرونه د منلو وړ ندي. د آفر پرانیست غونډه به د سه شنبې په ورځ، ۰۷/۱۲/۱۴۰۳ ه ش نېټه، د سهار په لسو بجو د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د غونډو او کانفرانسونو په تالار کې تدویر کېږي.
د یادولو وړ ده چې د یادې پروژې بانکې تضمین په بڼه مبلغ ۶۲۷۸۳۲.۵ –شپږ سوه او اوه ويشت زره او اته سوه او دوه دېرش اعشاریه پنځه افغانۍ او مبلغ ۱۰۰۰ زر افغانۍ د شرطپاڼې د وېش پر مهال له داوطلب څخه د قرطاسیې د لګښت په موخه اخیستل کېږي.