اصلي ارزښتونه

اصلي ارزښتونه

شرکتونه د توکو او چوپړتیاوو د تولید او وېش مرکزونه دي، چې خپلې کړنې د ارزښتونو د یوې ټولګې په تعقیبولو سره ترسره کوي او AOGC هم د خپلو ټاکل شویو ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپلې کړنې او چارې تنظیموي، چې په لاندې ډول دي:

  1. اسلامي، ملي او سیمه ييزو ارزښتونو ته ژمنتیا
  2. د شرکت د کړنو په اړه د قوانینو، مقرراتو او لارښوونو پلي کول
  3. مسوولیتونه
  4. خلاقیت او نوښت
  5. ملي او سیمه ییزو همکاریو ته پاملرنه او د با اعتباره او پېژندل شویو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره اړيکې
  6. په تجارتي، مالي، تدارکاتي او اداري پروسو کې روڼتیا
  7. نورو شرکتونو سره د هر اړخیزې همکارۍ پراختیا
  8. د ژمنتیا پياوړي کول او د ښو او ريښتینو اخلاقو مراعات کول
  9. سالم چاپیریال ساتل
  10. ټيمي کار، ډله ییز کار، حساب ورکونه، او انکشافي شریکانو ته ژمنتیا
  11. د موخو او پایلو د لاسته راوړلو لپاره هڅې