
د بغلان ولایت د لرخاب پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/01/05
- 35
د افغانستان نفت او ګازو شركت (AOGC) د دولتي انحصار تر عنوان لاندې په ۱۳۳۰ لمریز كال كې د ۷۲۰ زره افغانيو پانګې سره په هیواد کې د نفتي موادو د زېرمو د رامنځته كولو، د دولتي او غیردولتي پمپونو جوړولو، د نفتي توکو د کیفیت کنټرول او په سوداګریزو بندرونو کې د کنټرول دستګاوو نصبولو، د نفتي توکو د کیفیت ټینګښت، د نفتي توکو د پلور بیې ټاکلو، زېرمو او پمپ سټیشنونو ته د جوازونو ورکولو په موخه د لابراتوارونو جوړول، او د خصوصي سکټور د اقتصادي ودې او پراختیا په موخه تاسیس شوی دی.
دغه شرکت له کلونو راهیسې د وخت د غوښتنو په پام کې نیولو سره د پورتنیو بنسټیزو چوپړتیاوو په وړاندې کولو کې، کله د دولتي انحصار او کله هم د یوې خپلواکې تصدۍ په توګه خپل فعالیتونه ترسره کړي دي. په ۱۳۳۸ لمریز، ۱۹۵۹م کالکې، د دولتي انحصاراتو، واحد چاڼ، بورې جوړولو او د نفتي توکو په ریاستونو وویشل شو. د وخت په تېرېدو سره په ۱۳۵۷ لمریز، ۱۹۷۸م کال کې د ټولنې له اړتیا سره سم په بېلابېلو سیمو کې د مختلفو وړتیاوو په لرلو سره د نفتي توکو زېرمه کولو مرکزونه په مختلفو وړتیاوو جوړ شول. د پل مټک ، پلخمري، شیرخان بندر او کلفټ بندر زېرمې د شوروي اتحاد د کارپوهانو لخوا جوړې او په کار يې پیل وکړ. د عامه اړتیا د پوره کولو لپاره، پورته ذکر شوې زیرمې د نفتي توکو د وړاندې کولو او وېش لپاره کافي نه وې؛ نو د دې ستونزې د حل په موخه په کندهار کې د سرپوزې زېرمه د نفتي توکو په زېرمو کې اضافه شوه. همداراز، په جلال اباد او چغچران کې د شاه مردخان زېرمې د نفتي توکو ریاست پر مټ جوړې شوې.
د دولتي تصدیو قانون د اتمې مادې له مخې، د نفتي توکو ریاست خپل قانوني شخصیت د نفتي توکو او ګازو تصدۍ ریاست ته بدل کړ چې هغه مهال د دې ریاست ثابته پانګه ۱۰۰۰ میلیونه او کاري پانګه یې ۷۰۰ میلیونه افغانۍ وه او همدارنګه د چارو ښه تنظیم په موخه یې اساسنامه په ۷ څپرکو او ۵۵ مادو کې ترتیب او د عملي کولو په موخه تصویب شو.
دغه شرکت د مالیې محترم وزارت د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب میاشتې په یولسمه نېټه د ( ۳۰۸-SOCEO ) ګڼه لیک پر بنسټ یاد شرکت رسماً له تصدۍ څخه د افغانستان نفت او ګازو دولتی شرکت په نوم خپل حقوقي او قانوني شخصیت بدل کړ، چې اساسنامه یې په ۱۴۹۵ ګڼې رسمې ورځپاڼه کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د غوایي میاشتې په لسمه نېټه خپره شوه.