د محروقاتي او روغنیاتي هایدروکاربن لابراتوار

د محروقاتي او روغنیاتي هایدروکاربن لابراتوار

د تحلیل او تجزیې عمومي مدیریت:

د ځینو پوهانو په آند، نفتي توکي د کیمیاوي توکو یو له مغلقو او پېچلو هایدروکاربونونو څخه دي چې تحلیل او تجزیه (کمیت او کیفیت) یې متخصصینو او پرمختللو آلو ته اړتیا لري؛ د یو سکټور چی د نفتي توکو په برخه کې فعالیت کوي بنسټيزه برخه یې د هغه لابراتور دی، ځکه یوه اداره باید د خپلو توکو او اجناسو د کیفیت او کمیت په اړه بشپړ مالومات ولري.

لابراتوار د څرنګوالي (کیفیت) کنټرول آمریت یوه څانګه ده چې د ۱۴۰۲ لمريز کال تشکیل له مخې د محروقاتي او روغنیاتي نفتي توکو او د اوبلنو ګازو د مشتقاتو د څرنګوالي کنټرولولو مسؤلیت پر غاړه لري. په دې آمریت کې یو عمومي مدیریت شتون لري چې په نمونه او سمپل باندې ټولې لابراتواري ازموینې د اټوماټیک او نیمه اټوماټیک وسیلو په واسطه ترسره کوي؛ او وروسته له دې د تحلیل او تجزیې عمومي مدیریت له لوري تحلیل کېږي او که چېرته پایله یې د هیواد له نورومونو او سټنډرډونو سره سمون ولري، د څرنګوالي (کیفیت) مجوز ورته صادريږي.

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د محروقاتي او روغنیاتي هایدروکاربونونو او اوبلن ګازو د کیفیت د تثبیتولو لپاره یو مرکزي لابراتوار لري. په دې لابراتوار کې لس تنه پخواني او تجربه لرونکي انجنیران په دندو ګمارل شوي دي، چې هره ورځ د رالېږل شویو نمونو په ازموینه بوخت دي. د یادولو وړ ده چې په دې لابراتوار کې د نفتي توکو د مشتقاتو د ازموینې ځيني آلې هم شتون لري، چې هره آله یې د بېلابېلو موخو لپاره په کار وړل کېږي: 

  1. د اکتان آله او سیتان عدد: دا آله په پټرول تېلو کې د اکتان عدد (کوبش شاخص) او په ډېزل تېلو کې د سیتان عدد د تثبیتولو او مالومولو لپاره په کار وړل کېږي.

- اکتان: د اکتان عدد د سون ضربې ضد لپاره د پټرول تېلو وړتیا ښکاره کوي.

- سیتان: د سیتان عدد د تېلو وړتیا چې په داخلي احتراق انجنونو کې په مساوي ډول تودوخه او سون، په ګوته کوي.

  1. د فرکشني تقطیر آله: دا آله په تېلو کې د سپکو او درنو فرکشنونو او همدارنګه د حجمي فیصدي مالومولو لپاره په کار وړل کېږي.
  2. د فلش پاینټ آله: دا د پیمانه کولو یوه آله ده چې د ډېزل تېلو د جرقې ضد ځانګړتیاوو د ارزونې او پیمانه کولو په موخه په کار وړل کېږي.
  3. د کنیماتیکي لزجیت آله: لزجیت هم د پیمانه کولو یوه آله ده چې د نفتي توکو مشتقاتو د لزجیت یا  ویسکوزیتې ټاکلو او پیمانه کولو لپاره په کار وړل کېږي.
  4. د پاور پاینټ آله: دا آله د محروقاتي او روغنیاتي هایدروکاربونونو د ابري او انجماد نقطې ثبیتولو او مالومولو په موخه په کار وړل کېږي.
  5. د سلفر آله: د سلفر آله معمولاً له کیمیاوي حسګرونو ټکنالوژۍ یا الکتروکیمیاوي حسګرونو څخه ګټه اخلي. دا حسګرونه د دې وړتیا لري چې د سلفرو کچه په کره ډول پیمانه او پایلې یې د عدد په شکل ښکاره کړي.
  6. د کرومتوګرافي یا CG: دا آله  په محروق کې د شته عناصرو او مرکباتو د موج اوږدوالي له مخې تشخیصوي او د ګراف او ارقامو په بڼه په مانيټور کې ښکاره کوي.
  7. د بخار فشار آله:  دا آله د فشار د مقدار تعینولو لپاره کوم چې د تودوخې له امله په محروق باندې تحمیل کېږي په کار وړل کېږي.
  8. د پالشي او محروقاتي هایدورکاربونونو ثقلت تعینول
  9. د محروقاتي او پالشي هایدروکاربونونو د تودوخې درجه تعینول  

لابراتوار چې اوس مهال د شرکت په مرکزي دفتر کې شتون لري، د نویو آلو په واسطه چې په دې وروستو کې پېرل شوي دي او د دې شرکت د عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول لوبوي د محروقاتي او روغنیاتي نفتي توکو لکه ډېزل، پټرول، اوبلن ګاز، موبلایل او داسې نورو روغنیاتو د ازموینې یا ټسټونه ترسره کوي. لکه څنګه چې ټولو ته مالومه ده د دې شرکت یو له بنسټیزو پالیسیو څخه دا ده چې د ګرمۍ په موسم کې محروقاتي توکي وپېري او بیا یې په ساړه موسم کې بازار او دولتي او شخصي ادارو ته عرضه کړي؛ په دې سره یاد شرکت له یوې خوا د بیو لوړوالي څخه مخنیوی کوي او له بلې خوا د دې محصولاتو مصرفوونکو ته اسانتیا برابره کړي او همدارنګه د دې شرکت د عوایدو په لوړېدو کې خورا مهم رول لوبوي. له همدې امله، د نفتي توکو او ګازو د ساتلو، ضایعاتو تثبیت، د کیفیت او عدم کیفیت څخه ډاډ ترلاسه کولو لپاره، لابراتوار او د دې څانګې متخصصین د دې شرکت له بنسټيزو برخو څخه شمېرل کېږي