واردات او صادرات

واردات او صادرات

د کورنیو تېلو او ګازو د ناکافي تولید له امله افغانستان لا هم له ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو څخه د نفتي توکو پر واردولو متکي دی. له همدې امله، د افغانستان نفت او ګازو شرکت د خپلو شریکانو سره، د تېلو او ګازو د واردولو په موخه ځیني سوداګریز تړونونه او دوه اړخیز هوکړه لیکونه لاسلیک کوي. د نړیوالو او ملي معیارونو سره سم، یاد شرکت د هیواد په بېلا بېلو برخو کې یو شمېر ټرانسپورتي شبکې او د تېلو او اوبلنو ګازو کافي او سټراټيژیکي زېرمې رامنځته کړي دي تر څو وکولای شي په اغېزمنه توګه په ټول هیواد کې د تېلو او ګازو د کمښت مخه ونیسي او په برابره توګه یې په ټول هیواد کې ووېشي.

د سړې هوا په موسم کې د هیوادوالو اړتیاوو ته په پام سره، د افغانستان نفت او ګازو شرکت هڅه کوي چې د وارداتي وړتیا په لوړولو او د نفتي توکو د وېشلو له لارې په بازار کې د یادو توکو د کمښت مخه ډب کړي. دغه شرکت له صادرونکو هیوادونو څخه د اوبلنو ګازو د پېرودلو لپاره په وخت سره بودیجې او اړینې اسانتیاوې برابروي. همدارنګه، د افغانستان په نورو ولایتونو کې د زېرمو په جوړولو او پراختیا سره، دا شرکت د هیواد ټولو برخو ته په منظمه او خوندي توګه د نفتي توکو د رسولو ډاډ ورکوي او بیا د کال په اوږدو کې یې خلکو ته وړاندې کوي.

دا شرکت د مقرراتو او قوانینو په پام کې نیولو سره د نرخونو، زېرمه کولو او بازار کنټرول له لارې د نفتي توکو د سوداګریزو سرغړونو او احتکار مخه هم نیسي.

همدا راز، د دولت د کریډیټ د یوې سرچینې په توګه او د اوبلنو ګازو ارزښت ته په پام سره، د افغانستان د نفت او ګازو شرکت ژمن دی چې د ټولو شریکانو د هڅو او مرستو پر مټ د ژمي په موسم کې دا محصول په مناسبه او ارزانه بیه خپلو هیوادوالو ته چمتو او وړاندې کړي.