ولې باید موږ سره یو ځای شئ؟
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، زموږ د ټیم سره یو ځای کېدل او د "زموږ خلکو" یوه برخه کېدل خورا روښانه ګټې لري. دلته د (AOGC) د کورنۍ سره د یو ځای کېدو لپاره ځینې کلیدي دلیلونه وړاندې کوو:
- افغانستان د نفتو د ناسپړل شویو زېرمو په لرلو سره یو بډای هېواد دی چې د ودې، پرمختګ او عوایدو امکانات پرانیزي. افغانستان په دې وروستیو کې د ځینو بهرنیو کمپنیو سره د تېلو او ګازو (O&G) په سکټور کې د څو ملیارده ډالرو پانګونې تړونونه لاسلیک کړي دي. د پانګونې دغه تمایل په څرګنده توګه په دې سکټور کې د ودې او پرمختګ د امکاناتو ښکارندویي کوي.
- موږ یو دولتي شرکت یو چې رسمي دنده مو دا ده چې د هوساینې او ودې پر بنسټ د تېلو او ګازو (O&G) سکټور ته ځانګړې پاملرنه وکړو. د (AOGC) په څېر یو بریالی شرکت د دې وړتیا لري چې د خپلو غړو او کارکوونکو مالي او ټولنیزې هوساینې لپاره د پرمختګ فرصتونه رامنځته کړي.
- موږ خپل وړ او ژمن ټیم غړو ته رقابتي معاشونه او انګېزه ورکوو.
- موږ د خپل ټیم د غړو د پوهې او مهارتونو د لوړولو په موخه خپل وخت او سرچینې مصرفوو.
- موږ په AOGC کې د خپل ټیم غړو ته د پرمختګ او ودې مساوي فرصتونه برابروو تر څو و کولای شي د آنلاین کورسونو ، فزیکي ټرنینګونو او ورکشاپونو له لارې دوی په مسلکي توګه وده او پرمختګ وکړي او همداراز په یادو کورسونو، ورکشاپونو او ټرنینګونو کې د بریالي ګډون څخه وروسته دوی ته تصدیق نامې هم ورکول کېږي.
- موږ د خپل ټیم غړو ته د دندې روښانه او رڼې لارې چارې تعریف کړي دي تر څو دوی په AOGC کې وظیفوي او مسلکي پرمختګ او ودې په لټه واوسي.
- موږ یو ځانګړی آند او د پروژې مدیریتي برېښنايي سیسټم پلی کړی دی کوم چې د ټیم غړو ته دا موقه په لاس ورکوي تر څو خپل نوښتګر آندونه له موږ سره شریک کړي او خپلې تخلیقي پروژو ته د نوښت یو قوي ایکوسیسټم پر مټ کوم چې ټولو سپارل شويو آندونو او پیل شویو پروژو ته په مساوي توګه وده ورکوي او اړینو سرچینو او ملاتړ ته لاسرسی اسانه کوي، پراختیا ورکړي.
- او تر ټولو خورا مهمه دا ده چې موږ لکه څنګه چې د خپلو کورنیو غړو څخه پاملرنه کوو همداسې به له تاسو څخه هم پاملرنه کوو. موږ به ستاسو شخصي اړتیاوو او ضرورتونو ته ځانګړې توجه کوو. موږ تاسو ته ښه راغلاست وایو چې زموږ د پرمختللې کورنۍ سره یو ځای شئ!