د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت او د دنیا علمي مجمعې ترمنځ د اکاډمیکې همکارۍ هوکړې لاسلیک

د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت او د دنیا علمي مجمعې ترمنځ د اکاډمیکې همکارۍ هوکړې لاسلیک

  1403 - حوت - 09

دغه هوکړه لیک، چې د شرکت کارکوونکو د زدکړیزې کچې لوړونې په موخه، نن سه شنبه، په ۰۷/۱۲/۱۴۰۳ هـ ش نېټې د یاد شرکت په مقر کې د مقام د دفتر آمر ښاغلي عبدالطیف "زعفراني" او د دنیا پوهنتون سرپرست ښاغلي عبدالفتاح "فایق" ترمنځ لاسلیک شوه.

د دغې هوکړې پر بنسټ، د شرکت کارکوونکي کولای شي، چې د خپلې زدکړیزې کچې لوړونې په موخه، په اقتصاد، کمپوټر ساینس، نړیوالې اړیکې او حقوق او سیاسي علومو څانګو کې لیسانس او په اداره او تجارت څانګه کې د ماسټري زدکړې له ځانګړي تخفیف او آسانتیاوو سره دوام ورکړي.