د هرات ولایت نفت او ګازو ریاست د ۲۰ تشو بستونو ازموینه ترسره کړه

د هرات ولایت نفت او ګازو ریاست د ۲۰ تشو بستونو ازموینه ترسره کړه

  1403 - دلو - 03

د هرات ولایت نفت او ګازو ریاست د تشو بستونو ازموینه د وړ او په شرایطو برابروکسانو په پراخ ګډون سره د د یاد ریاست په ودانۍ کې واخیستل شوه.

د هرات ولایت نفت او ګازو ریاست د کارکوونکو چارو څانګې په وینا، په مالي، سوداګریز، عملیاتي او مالي او اداري برخو کې د ۲۰ تشو بستونو ازموینه په ۲۵-۳۰/۱۰/۱۴۰۴۳ نېټه، په شپږ ورځو کې د ۶۷۸ کسانو په ګډون سره په شفاف ډول او تر جدي څارنې لاندې په لاره واچول شول او د دې ازموینې اصلي موخه د لوستو ځوانانو کار ته هڅول، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د تکړه او با مسلکي کسانو جذبول دي.

د یادولو وړ ده چې ازادو سیالیو ته د تشو بستونو کښېښودلو سره، د افغانستان نفت او ګازو شرکت د ګډون کوونکو له ډلې څخه د وړ او مسلکي کسانو جذبولو ته ژمن دی او دا بهیر د هیواد د کارکوونکو د چارو څانګې د کیفیت د لوړولو په لور یو غوره ګام بولي.