
له حیرتان ذخایرو څخه د کابل بادام باغ او بیني نیزار ذخایرو ته د تېلو د لېږد پروژه
- 1403/11/18
- 35
د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت (AOGC) د افغانستان برېښنا شرکت د اړتیا وړ ۵۰۰۰۰۰ لیټره ډيزل تېلو د پلور یا رسولو تړون په (۲۵/لېندۍ /۱۴۰۳) نېټه لاسلیک کړ.
د دغه تړون له مخې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ژمنه کړې چې د ۱۴۰۳ ه ش مالي کال تر پایه به یو ډول تېل (ډیزل) د تړون د ځانګړو شرایط سره سم، د افغانستان برېښنا شرکت ته ورکوي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د هغو هڅو یوه برخه ده چې د دولتي ادارو او بنسټونو د اړتیاوو د پوره کولو او د خصوصي سکټور په تړونونو باندې د امارتي ادارو او بنسټونو د انحصار د کمولو او د دولتي شرکتونو د ملاتړ په خاطر ترسره کیږي. همدارنګه دغه همکاري کولای شي د اماراتي شرکتونو د عوایدو د زیاتوالي لامل شي او د دولتي شرکتونو په پیاوړتیا سره په دغو شرکتونو کې نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.