
د بغلان ولایت د لرخاب پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/01/05
- 35
د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت یوه ماموریت محوره او اغېزمنه اداره ده چې غواړي خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د مدیریت له نویو او پرمختللو لارو چارو څخه ګټه واخلي. موږ د خپلو کورنیو او بهرنیو شریکانو آندونو ته ژور درناوی کوو، او موږ د زړه له کومې هڅه کوو چې دوی په ګټورو خبرو اترو او راکړه ورکړه کې ښکیل کړو. موږ د خپلو کارکوونکو او ټیم غړو په ټیمي کار او پوهې پرته له دې چې د شرکت په جوړښت کې د دوی رتبې او درجې په پام کې ونیسو، باور لرو او دا هغه څه دي چې موږ په بازار کې ځانګړي کوي او موږ ته د دوامدارې سیالۍ او رقابت توان رابښي.
د دې شرکت ټول کارکوونکي د آزادو، رڼو او عادلانه سیالیو د ګمارنې پروسې له لارې ټاکل کېږي. موږ د دې شرکت د کارکوونکو د مسلکي ودې، د پوهې اپډېټ کولو او د مهارتونو د لوړولو په برخه کې ژوره پانګونه کوو او دغه باور، اعتماد او د هغوی د زده کړو او وړتیاوو لوړول د افغانستان د نفتو او ګازو په شرکت کې د هغوی د خوښۍ او ویاړ لامل ګرځېدلی دی. زموږ موخه دا ده چې د دې شرکت ټولو کارکوونکو ټولنیزې هوساینې په پار د دوی عادي، کاري او ټولنیز ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړو. که څه هم زموږ هدف لوړ دی او ښايي تر اوسه دې موخې ته نه یو رسېدلي، لېکن موږ په دوامداره توګه هڅه کوو چې دغه ټاکل شوي هدف ته ورسېږو او دا هغه څه دي چې موږ په راتلونکي کې غواړو خپل ځان پکښې وګورو او تصور کړو. موږ تاسو ته ښه راغلاست وایو چې زموږ د هوښیار او ځېرک ټیم برخه شئ.