د ګډې پانګونې شریکان

د ګډې پانګونې شریکان

افغانستان د هایدروکاربونو د پراخو زېرمو څخه برخمن دی چې د هیواد په اقتصادي پرمختګ او ودې کې د پام وړ مرستې کولو وړتیا لري. لېکن، تر دې دمه ورڅخه ډېره ګټه نه ده اخیستل شوې ځکه چې دغه د هایدروکاربونو زېرمې په پراخه کچه نه دي سپړل شوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د آمو سیند له حوزې څخه د هایدرو کاربن د استخراج په موخه د افغان-چین د نفتو او ګازو له شرکت سره تړون لاسلیک کړی دی.

د افغان-چین د نفتو او ګازو انحصاري شرکت د سینکیانګ د مرکزي آسیا د نفتو د انجنیري مدیریت شرکت (CAPEC)  چې د چین په ولسي جمهوریت کې دی او د افغانستان د نفت او ګازو شرکت چې د افغانستان د حکومت د شرکتونو محدودو مکلفیتونو قانون پر بنسټ رامنځته شوی دی، تر منځ د ګډې پانګونې تړون په پایله کې تاسیس شوی دی.

CAPEC او AOGC د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جنورۍ میاشتې په ۵ مه نېټه د ګډې پانګونې تړون لاسلیک کړ او د دې تړون پر بنسټ به یاد شرکتونه په ګډه د آمو سیند حوزې د هایدروکاربن د سپړلو او تولید چارې پر مخ وړي. د افغان-چین د نفتو او ګازو انحصاري شرکت ګډ شراکت په لاندې ډیاګرام کې لیدلی شئ.