د تېلو ټانک جوړولو لپاره د جواز ورکولو شرایط

د تېلو ټانک جوړولو لپاره د جواز ورکولو شرایط

  1. ځمکه باید لږ تر لږه یو جریب پراخوالی ولري.
  2. ځمکه باید زراعتي، استوګن ځای او شنه سیمه نه وي، او ځمکه باید د سیلاب له حدودو څخه بهر وي.
  3. که ځمکه شخصي وي، نو د ښاروالۍ یا اړونده ملکیتونو په تصویب سره شرعي سند ته اړتیا لري. او که دولتي ځمکه وي، باید اوږد مهاله تړون لیک ولري.
  4. د ښار دننه د تېل ټانکونو تر منځ واټن باید لږ تر لږه یو کیلو متر او د ښار څخه بهر یو نیمکیلو متره وي.
  5. د لوړ ولتاژ د برېښنا مزو څخه باید لږ تر لږه سل متره واټن ولري.
  6. د تېلو زېرمې باید له استوګن ځایونو، سوداګریزو او عامه ملکیتونو څخه پنځوس متره واټن ولري.
  7. د پمپ سټېشن د پایو واټن له سړک څخه باید پنځلس متره وي.
  8. ټول د تېلو ټانکونه په ځانګړي توګه د لویو لارو په اوږدو کې پراته د تېلو ټانکونه باید په خپله احاطه کې جومات، د اودس کولو ځای، تشناب، د موټرو چوپړتیا، سوپر مارکيټ او د موټر مينځلو اسانتیاوې ولري.
  9. د پټرول پمپ ۱۰سلنه ځمکه  باید شنې ساحې ته ځانګړې شي.
  10. د تېلو د وېش پایې باید د یو چتر لاندې په عصري ډول جوړې شي.
  11. د پمپ سټېشن د جوړولو ساحه باید په ښاري ماسټر پلان او نورو پرمختیایي پلانونو کې شامله وي.
  • د پټرول پمپ د جواز په وړکړه کې لاندې ادارې شاملې دي:

  1. د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره
  2. اړونده ښاروالۍ
  3. د کورنیو چارو وزارت د پېښو او اور وژنې ریاست
  4. د ښار او کور جوړونې وزارت
  5. د صنعت او سوداګرۍ وزارت