د کیفیت تضمین

د کیفیت تضمین

د کیفیت کنټرول او تضمین څانګه د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت له مهمو او تخصصي څانګو څخه بلل کېږي. د دې څانګې فعالیتونه او کړنې د هیواد پلازمېنې او د شپږو پولو په ګډون څو ولایتونه تر پوښښ لاندې نیسي. دا څانګه د دولتي ادارو او خصوصي سکټور لپاره د کیفیت تضمین تخنیکي او مسلکي چوپړتیاوې هم وړاندې کوي. همداراز دا څانګه د مشورې له لارې د وارداتي او صادر شویو توکو او د هیواد کورني تولید کیفیت تضمینوي او د زېرمه کولو، عرضه کولو او وېشلو په وخت کې د پېرل شویو توکو کیفیت ډاډمن کوي. دا څانګه د کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه ترلاسه شوي تېل او ګاز تر څارنې لاندې نیسي. د AOGC د دې څانګې مهمې کړنې په لاندې ډول دي:

  1. د کیفیت کنټرول اداره د پېرل شويو اوبلنو تېلو ، ګازو او پټرولیم مشتقاتو کیفیت تحلیل او څېړي.
  2. مخکې له دې چې پېرل شوي توکي زېرمو کې ځای پر ځای شي، کیفیت یې د اړوندو انجنیرانو لخوا ډاډمن کېږي او د کیفیت د تصدیق اسناد د زېرمو مدیریت ته ورکول کېږي او وروسته له هغې د یادو توکو چمتو کولو په اړه اقدام کوي.
  3. کله چې کورني یا بهرني وارداتي توکي د AOGC په زېرمو کې و ساتل شي، نو د زېرمې د کیفیت نمونه اخیستنه د مسلکي انجینرانو لخوا د معیاري کړنلارو په کارولو سره ترسره کیږي. د توکو د کیفیت له ازموینې وروسته، د پلور جواز سوداګریز ریاست ته ورکول کیږي.
  4. کله چې نفتي توکي د عرضه کولو په حالت کې وي، د دولتي ادارو، خصوصي سکتور او پېرودونکو د غوښتنې پر بنسټ، د کیفیت کنټرول څانګه د توکو کیفیت تحلیل او ځانګړتیاوې یې چمتو کوي او غوښتونکو ته یې ورکوي.  
  5. د وارداتي پټرولیم او ګازو د کیفیت ازموینه د کیفیت کنټرول او لابراتوار آمریت لخوا د تصویب شويو لارښودونو له مخې ترسره کېږي او د کیفیت څېړنې د څانګې مدیریت ته لېږل کېږي. په پایله کې، وروسته له دې چې د کیفیت  کنټرول څانګې لخوا تحلیل او څېړنه ترسره شوه، د شرکت د زېرمو څانګې ته د توکو د وېستلو اجازه ورکول کېږي.
  6. همدارنګه د کیفیت د کنټرول څانګه د توکو د مقدار پیمانه کولو مسئولیت هم په غاړه لري. کله چې په بندرونو کې د خصوصي سکټور لخوا وارد شوي توکي رارسېږي، نوموړې څانګه د توکو اسناد او مقدار یې د توکو د نوعیت له مخې ارزوي. مقدار یا اندازه د کیفیت، چاپېریالي تودوخې او ځمکنۍ جاذبې قوې له مخې ټاکل کېږي او په پایله کې ترلاسه شوي مالومات د بندرونو مدیریت ته لېږل کېږي.
  7. د کیفیت د کنټرول څانګه همدارنګه د چاڼ خونو د تولید وړتیا او د کورنیو تولیداتو کوم چې د خصوصي سکټور له خوا تولیدیږي د تولید ډول یا نوعیت تثبیتوي او د چاڼ بیلانس پاڼې د دې څانګې تر کنټرول لاندې دي.
  • د داخلي چاڼ خونې د جوړښت پر مهال د کیفیت کنټرول څانګه د خپلو تخنیکي څانګو  په مرسته ارزونه یا د اړوندې ساحې مالومات راغونډوي او د تولیداتو او تجهیزاتو په اړه خپل آندونه شریکوي.