
د بغلان ولایت د لرخاب پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/01/05
- 35
د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د انرژۍ رسولو په برخه کې د هیواد په کچه یو ستر او مهم شرکت بلل کيږي. یاد شرکت په افغانستان کې د نفت او اوبلنو ګازو د رسولو، وړاندې کولو، وېش او سوداګرۍ په برخه کې څه باندې ۶۰ کالو تجربې او تخصص په لرلو سره، د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا له عاملونو څخه شمېرل کیږي. دغه شرکت له کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه په ګټې اخیستنې سره د افغانستان د وګړو لپاره په ښه کیفیت او مناسبه بیه د نفت او ګازو تولیدات وړاندې کوي، چې د همدې موخې لپاره یاد شرکت په مرکز او ولایاتو کې په ۹۵۷ جریبه ځمکه کې د ۲۰۶۱۲۰ ټنه نفتو د زېرمه کولو وړتیا لري.
همدارنګه، د افغانستان د وګړو لپاره د انرژۍ د یوې مهمې سرچینې په توګه او د اوبلنو ګازو ارزښت ته په پام سره، شرکت هڅه کوي چې په آزاد بازار کې د اوبلنو ګازو په چمتو کولو له لارې، بیې په مناسبه کچه کنټرول کړي. دغه شرکت له ملي اقتصاد څخه د ملاتړ او د افغانانو د هوساینې په پار، هڅه کوي چې د هیواد په ټولو برخو کې په عادلانه او مساوي توګه تېل او ګاز وویشي. په همدې موخه یاد شرکت د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د ۱۷۳۱۹ ټنه اوبلنو ګازو د زېرمه کولو وړتیا لري چې کابو ۴۳۶ جریبه ځمکه یې تر پوښښ لاندې نيولې ده.