
د بغلان ولایت د لرخاب پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/01/05
- 35
د نفوسو د زیاتوالي او د نفت او ګازو غوښتنې ته په پام سره، د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ژمن دی چې له کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه په ګټې اخیستنې سره، د هیواد اوسېدونکو او وګړو ته د تېلو او ګازو با کیفیته محصولات وړاندې کړي. دغه شرکت له نړیوالو او ملي معیارونو سره سم په ټول هیواد کې د نفت او ګازو د عرضې او وېش لپاره زېرمې جوړې او ښې کړي دي.
دغه شرکت د ملي اقتصاد د ملاتړ او د افغانانو د هوساینې په موخه هڅه کوي چې د هیواد په ټولو برخو کې په عادلانه او مساوي توګه تېل او ګاز ووېشي. دا شرکت د هیواد په مختلفو برخو کې د انرژۍ د بنسټونو پراختیا او د تېلو او ګازو زېرمو د وړتیا لوړولو او وېشلو لپاره بېلابېلې پروژې پلي کوي.
د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت په ساړه موسم کې د دولتي ادارو او بنسټونو د تېلو او ګازو اړتیا په درک کولو سره هڅه کوي، چې د دغو تولیداتو د تولید او وېش وړتیا په لوړولو سره په بازار کې د هغوی د کمښت او نه شتون مخه ونیسي. د یادولو وړ ده چې دا شرکت د ملي او سټراټيژیکو لومړیتوبونو له مخې دولتي ادارو او بنسټونو ته د تېلو د رسولو لپاره له کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه کار اخلي.
دا شرکت د افغانستان وګړو لپاره د انرژۍ یوې مهمې سرچینې په توګه او د اوبلنو ګازو ارزښت ته په پام سره، هڅه کوي چې په آزاد بازار کې د اوبلنو ګازو په وړاندې کولو سره بیې په مناسبه کچه کنټرول کړي. دغه شرکت د ملي اقتصاد د ملاتړ او د افغانانو د هوساینې په موخه هڅه کوي چې تېل او ګاز د هیواد په ټولو برخو کې په عادلانه او مساوي توګه ووېشي.