
د بغلان ولایت د لرخاب پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/01/05
- 35
د افغانستان نفت او ګازو شرکت د روڼتیا او سیالۍ د تګلارې په غوره کولو سره، د تېلو او ګازو محصولاتو پېر او پلور، د جایدادونو او ملکیتونو کرایه، او سوداګریزې ځمکې د اړوندو داخلي کړنلارو او د هیواد نافذه قوانینو سره سم د داوطلبۍ پړاوونه ترسره کوي. له همدې امله، یاد شرکت ټولو شرکتونو او اړوندو خلکو ته چې په هیواد کې د نفتو او ګازو په سکټور کې فعالیت کوي بلنه ورکوي چې د پلور او تدارکاتو په دې سوداګریزو داوطلبیو کې برخه واخلي او په دې توګه د سوداګرۍ او پانګونې له فرصتونو څخه ګټه پورته کړي. موږ ټولې داوطلبۍ د دې پاڼې له لارې اعلانوو، نو له تاسو څخه په درنښت غوښتنه کیږي چې په بیا بیا ځلي دې پاڼې ته سر ورښکاره کړئ تر څو نوې اعلان شوې داوطلبۍ ومومئ او له همدې ځایه یې په آنلاین بڼه غوښتنه وکړئ.