لید او ماموریت

لید او ماموریت

 لید

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت لید دا دی چې زموږ د مالي، تخنیکي او سازماني وړتیاوو په اغېزمنه توګه کارولو له لارې د سوداګریزو لاسته راوړنو لپاره د نفتي محصولاتو تولید، چاڼ، تورید، رسول، ذخیره کولو او وېش کې د سیمې په کچه مخکښ شرکت واوسي.

ماموریت

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ماموریت دا دی چې د نفتو او ګازو رسولو لپاره د زېرمو جوړول ډېر کړي، د بازار د انحصار د کنټرول له لارې د نرخونو ثبات رامنځته کړي، په کلني ډول د تولید کچه لوړه کړي، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د راجلبولو له لارې د نورو شریکانو په ګډون د نفتي توکو چاڼ خونه جوړه کړي، او د تېلو د ټانکونو شمېر زیات او شته ټانکونه ورغوي. د پرمختللي بازار اړتیاوو پوره کولو لپاره، د تېلو او اوبلن ګازو توکو کیفیت کنټرول او همدارنګه د پرمختللو ټیکنالوژیو د ځای پر ځای کولو له لارې د اداري سیسټمونو برېښنايي بدلون، د یاد شرکت هدف دی.