زموږ په اړه

د AOGC د مخینې، لیدلوري، مأموریت، رهبري، سازماني ارزښتونو، نفتي زېرمو، د کیفیت کنټرول، د بازار د ثبات او د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې د شرکت د ونډې په…

زموږ په اړه - AOGC | د افغانستان نفت او ګاز شرکت د AOGC د مخینې، لیدلوري، مأموریت، رهبري، سازماني ارزښتونو، نفتي زېرمو، د کیفیت کنټرول، د بازار د ثبات او د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې د شرکت د ونډې په اړه معلومات ترلاسه کړئ. د مسؤولیت او روښانه لیدلوري له مخې، د افغانستان د انرژۍ سکتور رهبري کول زموږ په اړه اسلامي او ملي ژمنتیا اسلامي، ملي او سیمه‌ییزو ارزښتونو ته ژمن پاتې کېدل؛ د قوانینو پلي کول؛ د شرکت د فعالیتونو اړوند قوانینو، مقرراتو، او لارښوونو پلي کول؛ مسؤولیت په حساب ورکونې، ژمنتیا او خدمت‌محور مسؤولیت سره عمل کول؛ خلاقیت او نوښت د خلاقیت، نوښت او عصري ټکنالوژیو د کارونې هڅه کول؛ روڼتیا په سوداګریزو، مالي، تدارکاتي او اداري پروسو کې روڼتیا تأمینول؛ ټیمي کار او پایښت ګروپي کار، همکاري، له ګټه‌اخیستونکو سره ژمنتیا او د سالم چاپېریال ساتنه پیاوړې کول؛ هغه ارزښتونه چې موږ رهبري کوي زموږ لیدلوری په افغانستان کې د نفت او ګاز د اکتشاف، استخراج، چاڼ او وېش په برخو کې د دوامدارې پراختیا، روڼتیا او خلکو ته د ځواب ویلو په پام کې نیولو سره، پر ژمن مخکښ شرکت بدلېدل. زموږ رسالت د نفتي توکو او اویلن ګاز د زېرمو پیاوړتیا، د بازار د بیو ثبات، د تولید پراختیا، چاڼیز ظرفیت جوړول، د کیفیت کنټرول لوړول او د پرمختللو ټکنالوژیو له لارې د اداري سیستمونو برېښنایي کول. زموږ مخینه AOGC په ۱۳۳۰ هجري شمسي کال کې د "دولتي انحصاراتو" په نوم تأسیس شو او د وخت په تېرېدو سره یې د افغانستان د نفتي سکتور، اقتصادي ودې او عامه اړتیاوو د خدمت لپاره بېلابېل حقوقي او عملیاتي پړاوونه بشپړ کړي دي. د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت د افغانستان د نفت او ګاز په سکتور کې د یوه مهم بنسټ په توګه په ۱۳۳۰ هـ.ش کال کې رامنځته شوی، چې له پیل راهیسې یې د نفت او ګاز د صنعت د زیربناوو په رامنځته کولو او د هېواد د کورنیو نفتي اړتیاوو په پوره کولو کې بنسټیز رول لوبولی دی. دغه شرکت د نفتي توکو د زېرمه کولو، لېږد، وېش او مدیریت په برخو کې د څه باندې ۷۰ کلونو تجربې په لرلو سره د افغانستان په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې اغېزناک او اساسي رول ترسره کړی دی. د شرکت اساسي موخه دا ده چې د اغېزمن مدیریت پر بنسټ، د نفت او ګاز په برخه کې معیاري او باکیفیته خدمات وړاندې کړي، څو د هېواد د اقتصادي ودې او عامه ګټې ملاتړ وشي. اوس‌مهال، د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت د هېواد په ۳۴ ولایتونو او مهمو بندرونو کې فعال دفترونه لري. د دغو دفترونو د فعالیتونو رهبري، همغږي، څارنه او د اړوندو چارو په اړه پرېکړې د شرکت د مرکزي دفتر له لوري، چې په کابل کې موقعیت لري، ترسره کېږي. محمد نصیر رحیمي (انجنیر حسن) اجرائیوي رئیس د AOGC رهبري ژمن دی، چې د خدماتو د ښه کولو، د فرصتونو پراختیا، د سازماني اصلاحاتو پلي کولو او د برېښنایي بدل