د رهبرۍ پیغام
د افغانستان نفت او ګاز شرکت رسمي وېبپاڼې ته ښه راغلاست. د افغانستان نفت او ګاز شرکت د هېواد د انرژۍ په سکټور کې د یوه ستراتیژیک، اقتصادي او ملي بنسټ په…
/partners د رهبرۍ پیغام محمد نصیر رحیمي (انجنیر حسن) اجرائیوی رئیس د رهبرۍ پیغام ps د افغانستان نفت او ګاز شرکت رسمي وېبپاڼې ته ښه راغلاست. د افغانستان نفت او ګاز شرکت د هېواد د انرژۍ په سکټور کې د یوه ستراتیژیک، اقتصادي او ملي بنسټ په توګه، د انرژۍ د پایدار امنیت، اقتصادي ودې او ملي ګټو د خوندي کولو په موخه خپل فعالیتونه د مسلکیتوب، شفافیت، نوښت او اغېزمن مدیریت پر بنسټ پر مخ وړي. موږ د خپلو مالي، تخنیکي او سازماني وړتیاوو په اغېزمن ډول کارونې سره هڅه کوو، چې د نفتي محصولاتو د تولید، تصفیې، تدارک، لېږد، زېرمه کولو او وېش په برخه کې د سیمې مخکښ او باوري شرکت واوسو. د دې موخې د تحقق لپاره، د زېرمهییزو ظرفیتونو پراختیا، د انرژۍ د بنسټیزو زیربناوو پیاوړتیا، د بازار د ثبات ملاتړ، د کورنیو او بهرنیو پانګو جلب، د معیاري تصفیهخونو جوړول او د نوې ټکنالوژۍ پلي کول زموږ له اساسي لومړیتوبونو څخه دي. موږ باور لرو، چې برېښنایي بدلون، معیاري خدمتونه، د کمیت کنټرول، روڼتیا، حسابورکونه او مسلکیتوب د یوې بریالۍ ادارې بنسټیز عناصر دي. له همدې لامله هڅه کوو، چې د برېښنايي خدمتونو د پراختیا او اداري اصلاحاتو له لارې، مراجعینو، پانګهوالو، سوداګریزو شریکانو او ټولو هېوادوالو ته باوري او معیاري اسانتیاوې برابرې کړو. دا وېبپاڼه د اطلاعاتو د خپرولو تر څنګ، زموږ او ستاسو ترمنځ د اغېزمنو اړیکو، برېښنايي خدمتونو او متقابلې همکارۍ یو رسمي پل دی. زموږ موخه دا ده، چې د شرکت د فعالیتونو، پروژو، پانګیزو فرصتونو، خدمتونو او نورو اړوندو معلوماتو ته روڼ، دقیق او پر وخت لاسرسی برابر شي او د خدمتونو کیفیت لا لوړ شي. د یوه دولتي اقتصادي شرکت په توګه، د افغانستان نفت او ګاز شرکت د هېواد په اقتصادي وده او ټولنیز پرمختګ کې خپل مسئولیت په پوره ژمنتیا ترسره کوي. موږ د نوښتګرو پروګرامونو د طرحې او پلي کولو، د ملي، سیمهییز او نړیوال اعتبار د پیاوړتیا، او د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، تخنیکي، سازماني، حقوقي او چاپېریالي بدلونونو او روانو اصلاحاتو سره د اغېزمن تطابق لپاره دوامدارې هڅې کوو. د خپل روښانه لید، اوږدمهاله پلانونو او تصویب شویو ستراتیژیو په عملي کولو سره هڅه کوو چې د پانګونې، اقتصادي ودې، د کارموندنې او پرمختګ لپاره لا زیات فرصتونه رامنځته او د بېکارۍ او فقر په کمولو کې اغېزناک رول ولوبوو. موږ ژمن یو، چې د هېواد د انرژۍ د سکټور په پیاوړتیا، د ملي اقتصاد په وده، د پانګهونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کولو، کاري فرصتونو زیاتوالي او د هېوادوالو د هوساینې لپاره خپل مسؤلیتونه په لوړ احساس، مسلکي ژمنتیا او ملي تعهد ترسره کړو. هیله لرم چې دا وېبپاڼه به ستاسو لپاره د باور وړ معلوماتو، اغېزمنو خدمتونو او ګټورو اړیکو یوه ارزښتناکه سرچینه وي. په درنښت محمد نصیر «رحیمي» (انجنیر حسن)