د AOGC مخینه

د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت (AOGC) مخینه د ۱۳۳۰ هـ.ش کال له بنسټ اېښودنې څخه پیلېږي. په دې برخه کې د شرکت د رامنځته کېدو، د نفتي زېرمو او…

/about/vision-mission زموږ لیدلوری او رسالت وګورئ د AOGC په اړه د شرکت بنسټ اېښودنه او لومړني فعالیتونه (۱۳۳۰–۱۳۳۸ هـ.ش) ps د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت د هېواد له هغو پخوانیو اقتصادي بنسټونو څخه دی، چې په ۱۳۳۰ هـ.ش کال کې د «دولتي انحصاراتو» تر عنوان لاندې د ۷۲۰ زره افغانۍ لومړنۍ پانګې په لرلو سره رامنځته شو. د شرکت لومړنۍ اساسنامه په ۱۳۳۲ هـ.ش کال کې په څلورو څپرکو کې خپره شوه، چې موخه یې د نفتي موادو د زېرمو جوړول، د دولتي او خصوصي پمپ‌سټېشنونو جوړول، د نفتي موادو د کیفیت د کنټرول لپاره د لابراتوارونو رامنځته کول، د ذخایرو او پمپ‌سټېشنونو د جوازونو صادرول او د هېواد د اقتصادي ودې ملاتړ و. په لومړیو کلونو کې یاد بنسټ د نفتي موادو ترڅنګ د قند او بورې، تمباکو او ځینو نورو دولتي انحصاري توکو د پېر او پلور مسؤولیت هم پر غاړه درلود. وروسته، د هېواد د نفتي اړتیاوو له زیاتېدو سره د نفتي موادو د زېرمه کولو، لېږد، وېش او مدیریت فعالیتونه د شرکت د اساسي مأموریت په توګه پراخ شول. په همدې موده کې د بهرنیو متخصصینو په همکارۍ د مالي او تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا پروګرامونه پیل شول او ګڼ شمېر افغان کادرونه وروزل شول. پراختیا، زیربناوې او اداري بدلونونه (۱۳۳۸–۱۳۸۲ هـ.ش) ps د شرکت د پراختیا له بهیر سره سم، د هېواد په بېلابېلو سیمو او بندرونو کې د نفتي موادو ستراتیژیکې زېرمې جوړې شوې. چې د هېواد د انرژۍ د خوندیتوب او د نفتي توکو د منظم مدیریت لپاره یې بنسټیز ارزښت درلود. په ۱۳۳۸ هـ.ش کال کې د دولتي انحصاراتو ریاست په څو خپلواکو ریاستونو ووېشل شو او د نفتي موادو اداره یې په خپلواک ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ. په ۱۳۵۳ هـ.ش کال کې د دولتي انحصاراتو ریاست د دولتي انحصاراتو مؤسسې په نوم تنظیم شو او د فعالیتونو ساحه یې لا پراخه شوه. د ۱۳۵۷ هـ.ش کال وروسته د نفتي موادو او اوبلن ګاز د زېرمه کولو ظرفیتونه د پام وړ لوړ شول او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نوي ذخایر جوړ شول. وروسته، د دولتي تصدیو د قانون له مخې، په ۱۳۵۹ هـ.ش کال کې د ادارې حقوقي شخصیت د نفتي موادو او اوبلن ګاز تصدۍ ته واوښت او د سوداګریزو او تخنیکي فعالیتونو لپاره نوې اساسنامه نافذه شوه. په ۱۳۶۶ هـ.ش کال کې د نفتي موادو او اوبلن ګاز تصدۍ د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر چتر لاندې په رسمي ډول خپل فعالیت ته دوام ورکړ. د نفتي موادو او اوبلن ګاز واردات، زېرمه کول، وېش، پلور او د محصولاتو د کیفیت لوړول یې د اساسي دندو په توګه وټاکل شول. له ۱۳۸۲ هـ.ش کال وروسته د ټانکري تصدۍ له دې ادارې سره مدغم شوه، چې د نفتي توکو د لېږد او لوژستیکي ظرفیتونو د پراختیا لامل وګرځېده. حقوقي اصلاحات او د شرکت نوي جوړښت ته لېږد (۱۳۹۷–۱۳۹۹ هـ.ش) ps په ۱۳۹۷ هـ.ش کال کې د افغانستان د نفت او ګاز د تنظیم ادارې له رامنځته کېدو سره، د نفتي موادو او