Afghanistan Oil & Gas Corporation

بادام باغ مدیریت کې د ثابتې اطفائیې موتور سیستم جوړولو پروژې د تړون د ورکړې خبرتیا

د تداکاتو د طرزالعمل د دوهمې (۲) فقرې او څلور اتیاوم حکم په اساس ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت په نظر کې لري…

بادام باغ مدیریت کې د ثابتې اطفائیې موتور سیستم جوړولو پروژې د تړون د ورکړې خبرتیا

د تداکاتو د طرزالعمل د دوهمې (۲) فقرې او څلور اتیاوم حکم په اساس ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت په نظر کې لري بادام باغ مدیریت کې د ثابتې اطفا‌ئیې د موتور سیستم پروژه د ( AOGC/NCB/1405/W-45 ) تشخیصیه نمبر درلودونکې، د طیب سبحان لوژستیکی خدماتو او ساختمانی شرکت د (62956) جواز لرونکی د کابل ولایت ۴ ناحیه اړوند د ترافیک څلور لارې کې واقع دی په مجموعي قیمت ( (1,861,600.00 یو میلیون اته سوه او یو شپیته زره او شپږ سوه افغانۍ تړون (قرارداد) کړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دغه برخه کې هر ډول اعتراض لري کولی شي خپل اعتراض د اعلان د نېټې څخه تر (5) کاري ورځو پورې په رسمي بڼه له دلایلو سره( د افغانستان د نفت او ګازو اماري شرکت اړوند د تدارکاتو آمریت) چې د خیرخانې د کوتل په سر د 17 ناحیې سره موقعیت لري د تدارکاتو د طرزالعمل د دریمې (3) فقرې او څلور اتیاوم حکم په اساس وړاندې کړي نوموړې خبرتیا د تړون ( قرارداد) په معنی نه ده تر یاد شوي وخت او قانوني پړاوونو تر بشپړیدو وروسته یاد تړون ( قرارداد ) تړل کیږي.