Afghanistan Oil & Gas Corporation

بیع عقد استصناع د بدخشان ولایت د موتورخانې (د فشار اطاق) او اداري ودانۍ ترمیم پروژه

د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت ټول په شرایطو برابر داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي د بدخشان ولایت د موتورخانې (د فشار اطاق) او اداري ودانۍ ترمیم…

بیع عقد استصناع د  بدخشان ولایت د موتورخانې (د فشار اطاق) او اداري ودانۍ ترمیم پروژه

د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت ټول په شرایطو برابر داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي د بدخشان ولایت د موتورخانې (د فشار اطاق) او اداري ودانۍ ترمیم پروژه په ( AOGC/NCB/1405/ /W-07 ) تشخیصیه نمبر سره اشتراک وکړي او شرطپاڼه په سافټ بڼه د ملي تدارکات له سایت او د نفت ګازو امارتي شرکت د ( تدارکاتو آمریت) څخه په رسمي ډول ترلاسه کړي، داوطلبان (شرکتونه) خپل آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو او د عقودو د نوي قانون او تدارکاتو د کړنلارې مطابق په تړلي بڼه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ( 14 ) تقویمي ورځو پورې (د افغا نستان د نفت ګاز امارتي شرکت اړوند د تدارکاتو آمریت) چې د خیرخانې د کوتل د ۱۷ ناحیې تر ځنګ واقع دی وسپارئ ناوخته او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي ، د آفر پرانیستې غونډه (جلسه) په شرطپاڼه کې د تعیین شوې ورځې مطابق په 10:30 بجو مخکې له غرمې د افغانستان د نفت ګاز امارتي شرکت په ودانۍ کې ترسره کیږي.