Afghanistan Oil & Gas Corporation

بیع عقد استصناع د بلخ ولایت د اداري ودانۍ د اساسي ترمیم پروژه

د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت ټول په شرایطو برابر داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي د بلخ ولایت د اداري ودانۍ د اساسي ترمیم پروژه په (AOGC/NCB/1405/…

بیع عقد استصناع د بلخ ولایت د اداري ودانۍ د اساسي ترمیم پروژه

د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت ټول په شرایطو برابر داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي د بلخ ولایت د اداري ودانۍ د اساسي ترمیم پروژه په (AOGC/NCB/1405/ /W-37) تشخیصیه نمبر سره اشتراک وکړي او شرطپاڼه په سافټ بڼه د ملي تدارکات له سایت او د نفت ګازو امارتي شرکت د (تدارکاتو آمریت) څخه په رسمي ډول ترلاسه کړي، داوطلبان (شرکتونه) خپل آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو او د عقودو د نوي قانون او تدارکاتو د کرنلاری مطابق په تړلي بڼه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر 12تقویمي ورځو پورې د افغانستان د نفت ګاز امارتي شرکت اړوند د تدارکاتو آمریت چې د خیرخانې د کوتل د ۱۷ ناحیې ترځنګ واقع دی وسپارئ ناوخته او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي، د آفر پرانیستې غونډه (جلسه) په شرطپاڼه کې د تعیین شوې ورځې مطابق په 10:30 بجو مخکې له غرمې د افغانستان د نفت ګاز امارتي شرکت په ودانۍ کې ترسره کیږي.