Afghanistan Oil & Gas Corporation
د اسلامقلعه د ۵۰۰ ټنه اوبلنګاز د تاسیساتو د تخلیې او بارولو سیستم، جنراتورخونو او کمپریسورخونو د اړتیا وړ وسایلو د بشپړولو پروژې د تړون د ورکړې خبرتیا!
د تداکاتو د طرزالعمل د (۲) فقرې او (۸۴) حکم په اساس ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د شرکتونو عمومی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت په پام کې…
د تداکاتو د طرزالعمل د (۲) فقرې او (۸۴) حکم په اساس ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د شرکتونو عمومی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت په پام کې لري، چې د استصناع بیعې په ترڅ کې د اسلامقلعه د ۵۰۰ ټنه اوبلنګاز د تاسیساتو د تخلیې او بارولو سیستم، جنراتورخونو او کمپریسورخونو د اړتیا وړ وسایلو د بشپړولو پروژه چې د (AOGC/NCB/1405/W-32) تشخیصیه شمېره لري، له طیب سبحان ساختماني او لوژستیکي خدماتو شرکت سره، چې د (62956)جواز لرونکی او د کابل ولایت د ترافیکو څلور لارې سیمه کې موقعیت لري، د (6,311,510.00) شپږ میلیونه، دری سوه یوولس زره، پنځه سوه او لس افغانی په مجموعي قیمت سره تړون وکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض یا نیوکه ولري؛ د تدارکاتو د طرزالعمل د (۳) فقرې او (۸۴) حکم پر بنسټ کولای شي، د دغې خبرتیا د خپریدو له نېټې څخه تر (۵) کاري ورځو پورې خپل اعتراض یا نیوکه، له اړوندو دلایلو او اسنادو سره یو ځای، په رسمي ډول د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار، خیرخانې کوتل، د ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وړاندې کړي.