Afghanistan Oil & Gas Corporation
د افغانستان نفت او ګاز دولتي شرکت لپاره د ولایتونو د تکنالوژۍ وسایلو د پېرلو پروژې خبرتیا
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، ترڅو په ۱۴۰۵ مالي کال…
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، ترڅو په ۱۴۰۵ مالي کال کې د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت لپاره د ولایتونو د تکنالوژۍ وسایلو د پېرلو په پروژه کې، چې د تشخیصیه نمبر (AOGC/NCB/1405/G-25) لري، ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي، د دغې پروژې شرطپاڼه په سافټ بڼه په رسمي ډول د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي.
پر شرایطو برابر ټول داوطلبان مکلف دي؛ ترڅو خپل آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو او د نافذه تدارکاتي قوانینو او مقرراتو مطابق، په تړلي بڼه، د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۶ تقویمي ورځو پورې د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته وړاندې شوي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
داوطلبان مکلف دي چې د نوموړې پروژې د آفر تضمین اظهارنامه مهر، لاسلیک او له خپل آفر سره ضمیمه کړي.
د آفرونو د پرانیستې غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت د مالي او اداري ریاست په ودانۍ کې ترسره شي.