Afghanistan Oil & Gas Corporation

د شمال او جنوب زونونو لپاره، د افغانستان نفت او ګاز شرکت د امنیتي کامرو اړتیا وړ وسایلو پېرلو پروژې خبرتيا!

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، ترڅو په ۱۴۰۵ مالي کال د شمال او جنوب زونونو…

د شمال او جنوب زونونو لپاره، د افغانستان نفت او ګاز شرکت د امنیتي کامرو اړتیا وړ وسایلو  پېرلو پروژې خبرتيا!

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، ترڅو په ۱۴۰۵ مالي کال د شمال او جنوب زونونو لپاره، د امنیتي کامرو اړتیا وړ وسایلو د پېرلو په پروژه کې، چې د تشخیصیه نمبر (AOGC/NCB/۱۴۰۵/G- ۲۷) لري، ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي، د دغې پروژې شرطپاڼه په سافټ بڼه په رسمي ډول د افغانستان نفت او ګاز دولتي شرکت د تدارکاتو آمریت او یا د تدارکاتو ملی سایت څخه ترلاسه کړي.

پر شرایطو برابر ټول داوطلبان مکلف دي؛ ترڅو خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او تدارکاتي نافذه قوانینو او مقرراتو سره سم، په تړلي بڼه، د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۰) تقویمي ورځو پورې، د افغانستان نفت او ګاز دولتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته وړاندې شوي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

داوطلبان مکلف دي، چې د نوموړې پروژې د آفر تضمین، اظهارنامه مهر، لاسلیک او له خپل آفر سره ضمیمه کړي.