Afghanistan Oil & Gas Corporation
د افغانستان نفت او ګاز شرکت د مرکزي دفتر(بادام باغ) ذخایرو انګړ هوارولو، جغل اچولو، کانکریټ کولو او سړکونو برابرولو د پروژې د تړون ورکړې خبرتیا!
د تداکاتو د طرزالعمل د دوهمې (۲) فقرې او څلور اتیاوم (۸۴) حکم په اساس ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي چې د شرکتونو عمومی ریاست ا ړوند د افغانستان د نفت او…
د تداکاتو د طرزالعمل د دوهمې (۲) فقرې او څلور اتیاوم (۸۴) حکم په اساس ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي چې د شرکتونو عمومی ریاست ا ړوند د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت په پام کې لري د افغانستان نفت او ګاز شرکت د مرکزي دفتر(بادام باغ) ذخایرو انګړ هوارولو، جغل اچولو، کانکریټ کولو او سړکونو برابرولو د پروژې چې AOGC/NCB/1404/W-18 تشخیصیه شمېره لري، له زلمی پشتون ساختمانی شرکت ، چې د (D-39021) جواز لرونکی عقب تصدی بست ، مرکز هلمند ، کې موقعیت لري، د 19,019,980 .00 نولس میلیونه نولس زره او نهه سوه آتیا افغانۍ په مجموعي قیمت سره تړون وکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض یا نیوکه ولري د تدارکاتو د طرزالعمل د (۳) فقرې او (۸۴) حکم پر بنسټ کولای شي، د دغې خبرتیا د خپریدو له نېټې څخه تر (۵) کاري ورځو پورې خپل اعتراض یا نیوکه، له اړوندو دلایلو او اسنادو سره یو ځای، په رسمي ډول د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار، خیرخانې کوتل، د ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وړاندې کړي.
یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیکولو په معنی نه ده.
د اعتراض د ټاکلې مودې له بشپړیدو او اړوندو قانوني پړاوونو له طی مراحل کیدو وروسته به د تړون لاسلیکولو په برخه کې اړینې کړنې ترسره شي.