Afghanistan Oil & Gas Corporation
د افغانستان نفت او ګاز شرکت د مرکزي دفتر تر څنګ د تجارتي مارګیت پر جوړولو د پانګونې خبرتیا!
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت پر شرایطو برابرو ټولو پانګه والو شرکتونو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د مرکز ی دفتر څنګ د کابل - پروان د عمومي…
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت پر شرایطو برابرو ټولو پانګه والو شرکتونو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د مرکز ی دفتر څنګ د کابل - پروان د عمومي سړک او د خیرخانې کوتل د نوي سړک - قمبر څلورلارې د تقاطع په ساحه کې د تجارتي مارکېټ د جوړولو او پانګونې پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي؛ داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې د ترلاسه کولو لپاره د خپل رسمي غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د دغه اعلان له خپرېدو څخه د ۱۴۰۵ کال د لړم/ عقرب تر ۵ مې نېټې پورې، د دغه شرکت د مرکزي دفتر د (پانګونې د جلب او جایدادونو د پراختیا آمریت ، د تجارتي جایدادونو او جوازونو د ثبت معاونیت) څانګې ته مراجعه وکړي.
داوطلبان باید خپلې طرحې (پروپوزلونه) په تړلي ډول د شرطپاڼې د مندرجاتو او ټاکل شوې نېټې سره سم په فزیکي بڼه د آفرپرانیستلو په غونډه کې د خپل استازي په شتون کې وړاندې کړي .