Afghanistan Oil & Gas Corporation

د افغانستان نفت او ګاز شرکت د ۱۴۰۴، ۱۴۰۵ او ۱۴۰۶ مالي کالونو د مالي صورت‌حسابونو د تفتیش په موخه د بهرني تفتیش شرکت د ګمارنې پروژې لپاره د لېوالتیا خبرتیا!

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، پر شرایطو برابر ټولو شرکتونو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴، ۱۴۰۵ او ۱۴۰۶ مالي کالونو د مالي صورت‌حسابونو د…

د افغانستان نفت او ګاز شرکت د ۱۴۰۴، ۱۴۰۵ او ۱۴۰۶ مالي کالونو د مالي صورت‌حسابونو د تفتیش په موخه د بهرني تفتیش شرکت د ګمارنې پروژې لپاره د لېوالتیا خبرتیا!

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، پر شرایطو برابر ټولو شرکتونو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴، ۱۴۰۵ او ۱۴۰۶ مالي کالونو د مالي صورت‌حسابونو د تفتیش په موخه د بهرني تفتیش شرکت د استخدام پروژې لپاره، چې د AOGC/QCBS/1405/CS-02 تشخیصیه شمېرې لرونکې ده، خپله لوالتیا څرګنده کړي.

لېوالتیا لرونکي شرکتونه کولای شي، د لېوالتیا څرګندونې غوښتنلیک (REOI) په سافټ بڼه د افغانستان نفت او ګاز شرکت او د ملي تدارکاتو له وېب‌پاڼو څخه ترلاسه کړي؛ همدارنګه، د یاد غوښتنلیک فزیکي نسخه د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه په رسمي کاري ساعتونو کې ترلاسه کولای شي.

لېوالتیا لرونکي شرکتونه دې خپله لېوالتیا څرګندونه، د لېوالتیا څرګندونې له درج شويو شرایطو او د تدارکاتو تطبیق وړ نافذه قانون او طرزالعملونو سره سم، په سر تړلې بڼه، د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د (۱۴) تقویمي ورځو په موده کې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

له ټاکلې مودې وروسته او د انټرنېټ له لارې لېږل شوې لېوالتیا څرګندونې د منلو وړ نه دي.