Afghanistan Oil & Gas Corporation

د افغانستان نفت او ګاز شرکت مرکزي دفتر شا ته د (238.61 مترمربع) سپینې ځمکې د مزایدې خبرتیا!

د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت، په کابل ولایت کې خپل ملکیت( 238.61 متر مربع سپنه ځمکه) چې د شرکت د مرکزې دفتر شاته…

د افغانستان نفت او ګاز شرکت مرکزي دفتر شا ته د (238.61 مترمربع) سپینې ځمکې د مزایدې خبرتیا!

د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت، په کابل ولایت کې خپل ملکیت( 238.61 متر مربع سپنه ځمکه) چې د شرکت د مرکزې دفتر شاته موقعیت لري، د تړون له لارې په کرایه ورکوي.

هغه اشخاص او شرکتونه چې د ذکر شوي ملکیت په کرایه اخیستلو لېوالتیا لري، کولای شي د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۹/۶/۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۸/۴/۱۴۴۸ هـ ق نېټې سره سمون لري ، د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د داوطلبۍ شرطپاڼه د (۱۰۰۰ افغانیو) په بدل کې د افغانستان نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار، خیرخانې کوتل، د ښاروالۍ ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.

د وړاندیزونو د پرانیستنې په غونډه کې د ګډون په موخه دې داوطلبان د ۳۰/۶/۱۴۰۵هـ.ش نېټه، چې د دوشنبې له ورځې سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت ته مراجعه وکړي.د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ تضمین د شرطپاڼې له شرایطو سره سم غوښتل کېږي.