Afghanistan Oil & Gas Corporation
د بادغیس ولایت د قلعه نو تېلو ټانک د اجارې ورکولو داوطلبۍ خبرتیا!
د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د بادغیس ولایت د قلعه نو 59 تیلو ټانک د تړون له لارې په کرایه ورکوي.
د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د بادغیس ولایت د قلعه نو 59 تیلو ټانک د تړون له لارې په کرایه ورکوي.
هغه اشخاص او شرکتونه چې د یاد جایدا (د قلعه نو 59 تیلو ټانک) د کرایې اخیستلو لېوالتیا لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه بیا تر ۲۴/۸/۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۴/۶/۱۴۴۸ هـ ق نېټې سره سمون لري ، د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د داوطلبۍ شرطپاڼه د (۱۰۰۰ افغانیو) په بدل کې د بادغیس ولایت نفت او ګاز مدیریت او یا د افغانستان نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.
د وړاندیزونو د پرانیستنې په غونډه کې د ګډون په موخه دې داوطلبان په ۲۵/۸/۱۴۰۵هـ.ش نېټه، چې د دوشنبې له ورځې سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ تضمین د شرطپاڼې له شرایطو سره سم غوښتل کېږي.