Afghanistan Oil & Gas Corporation
د بدخشان ولایت د نفت او ګاز مدیریت د اداري ودانۍ او موتور خانې (فشار اطاق) پروژې د تړون د ورکړې خبرتیا!
د تداکاتو د طرزالعمل د دوهمې (۲) فقرې او (84) حکم پر بنسټ، ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د شرکتونو عمومي ریاست اړوند د افغانستان د نفت او ګاز امارتي…
د تداکاتو د طرزالعمل د دوهمې (۲) فقرې او (84) حکم پر بنسټ، ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د شرکتونو عمومي ریاست اړوند د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت په پام کې لري، د بلخ ولایت اړوند د نفت ګاز مدیریت د اداري ودانۍ او موتور خانې (فشار اطاق) د اساسي ترمیم پروژه، چې د AOGC/NCB/1405/W-07 تشخیصیه شمېره لري، له جلات خان ظاهري ساختماني او سرک جوړونې شرکت سره چې د (۱۰۸۳۱۱) شمېرې جواز لرونکی او اول ګذر د سولې چوک دو سرکه، صالح محمد چوک ته څېرمه څلورمه ناحیه، مرکز هلمند – لشکرګاه، هلمند په سیمه کې موقعیت لري، د (۵۹۹،۴۹۰.۰۰) پنځه سوه او نهه نوي زره او څلور سوه نوي افغانۍ په مجموعي قیمت سره تړون وکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې د یادې پروژې د تړون د ورکړې په اړه هر ډول اعتراض یا نیوکه ولري، د تدارکاتو د طرزالعمل د (۳) فقرې او (۸۴) حکم پر بنسټ کولای شي، د دغې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۵) کاري ورځو پورې خپل اعتراض، له اړوندو دلایلو او اسنادو سره یو ځای، په رسمي ډول د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار، خیرخانې کوتل، د ۱۷ مې ناحیې تر څنګ موقعیت لري، وړاندې کړي.
یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلکولو په معنی نه ده.
د اعتراض د ټاکلې مودې له بشپړېدو او د اړوندو قانوني پړاوونو له طی مراحل کېدو وروسته د تړون لاسلیکولو په برخه کې اړینې کړنې به ترسره شي