Afghanistan Oil & Gas Corporation

د بغلان ولایت د بوغابي د ۱۵مې شمېرې دولتي تېلو ټانک د اجارې ورکولو د مزایدې خبرتیا!

د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د بغلان ولایت د بوغابی ۱۵ نمبر تیلو ټانک د تړون له لارې په کرایه ورکوي.

هغه اشخاص او شرکتونه چې د یاد جایدا (د بوغابی ۱۵ نمبر تیلو ټانک) د کرایې اخیستلو لېوالتیا لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه بیا تر ۱۵/۷/۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۲۴/۴/۱۴۴۸ هـ ق نېټې سره سمون لري ، د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د داوطلبۍ شرطپاڼه د (۱۰۰۰ افغانیو) په بدل کې د بغلان ولایت نفت او ګاز آمریت او یا د افغانستان نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.

د وړاندیزونو د پرانیستنې په غونډه کې د ګډون په موخه دې داوطلبان په ۱۶/۷/۱۴۰۵هـ.ش نېټه، چې د پنجشنبې له ورځې سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ تضمین د شرطپاڼې له شرایطو سره سم غوښتل کېږي.