Afghanistan Oil & Gas Corporation

د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ د امارتي تیلو ټانک په اجارې ورکولو د مزایدې بیاځلې اعلان

ښاغلی شیرآغا د رحم‌خدا زوی، د افغانستان نفت او ګاز شرکت اړوند ملکیت(د بغلان ولایت تاله او برفک ولسوالۍ امارتي تیلو ټانک) د (۴۸۰۰۰) افغانیو مبلغ میاشتنۍ…

د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ د امارتي تیلو ټانک په اجارې ورکولو د مزایدې بیاځلې اعلان

ښاغلی شیرآغا د رحم‌خدا زوی، د افغانستان نفت او ګاز شرکت اړوند ملکیت(د بغلان ولایت تاله او برفک ولسوالۍ امارتي تیلو ټانک) د (۴۸۰۰۰) افغانیو مبلغ میاشتنۍ کرایې په بدل کې په اجاره واخلي.

هغه افراد، اشخاص او شرکتونه چې د یاد ټانک د داوطلبۍ غوښتنه لري، کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۹/۶/۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۲۸/۳/۱۴۴۸ هـ ق سره سمون لري، د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د داوطلبۍ شرطپاڼه د (۱۰۰۰) افغانیو په بدل کې د بغلان ولایت نفت او ګاز آمریت او یا د افغانستان نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.

د وړاندیزونو د پرانیستې په غونډه کې د ګډون په موخه دې داوطلبان د ۲۱/۶/۱۴۰۵ هـ.ش نېټه، چې د یشنبې له ورځې سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت ته مراجعه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ د شرطپاڼې له مخې، د داوطلبۍ تضمین غوښتل کېږي.