Afghanistan Oil & Gas Corporation
د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ دولتي تېلو ټانک ۳۴۸۱ متر مربع ځمکې په اجارې ورکولو د مزایدې خبرتیا!
د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د بغلان ولایت د خنجان ولسوالی په سیمه کې 3481 متر مربع سپینه ځمکه د تړون له لارې په کرایه ورکوي.
د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د بغلان ولایت د خنجان ولسوالی په سیمه کې 3481 متر مربع سپینه ځمکه د تړون له لارې په کرایه ورکوي.
هغه اشخاص او شرکتونه چې د یاد جایدا (3481 مترمربع سپنې ځمکې) د کرایې اخیستلو لېوالتیا لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱/۷/۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۱/۴/۱۴۴۸ هـ ق نېټې سره سمون لري ، د غوښتنلیک له وړاندې کولو سره د داوطلبۍ شرطپاڼه د (۱۰۰۰ افغانیو) په بدل کې د بغلان ولایت نفت او ګاز آمریت او یا د افغانستان نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.
د وړاندیزونو د پرانیستنې په غونډه کې د ګډون په موخه دې داوطلبان په ۲/۷/۱۴۰۵هـ.ش نېټه، چې د پنجشنبې له ورځې سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ تضمین د شرطپاڼې له شرایطو سره سم غوښتل کېږي.