Afghanistan Oil & Gas Corporation
د بغلان ولایت د زمانخېل دولتي ټانک تېلو د بیا ځلي اجارې ورکولو د داوطلبۍ اعلان
د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت، چې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست اړوند دی، د بغلان ولایت د زمانخیل د تېلو ټانک د قرارداد له لارې په کرایه ورکوي.
د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت، چې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست اړوند دی، د بغلان ولایت د زمانخیل د تېلو ټانک د قرارداد له لارې په کرایه ورکوي.هغه افراد، اشخاص او شرکتونه چې د یاد قرارداد د ترلاسه کولو لیوالتیا لري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر 5/6/1405هـ ش، چې د 14/3/1448 هـ ق سره سمون لري، د رسمي غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د یاد تیلو ټانک د داوطلبۍ شرطنامه د (1000) افغانۍ په بدل کې د بغلان ولایت د نفت او ګاز له آمریت او یا د د افغانستان امارتي نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او د جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي او په ټاکلې نېټه دې د وړاندیزونو د پرانیستې (بازګشایۍ) په غونډه کې د ګډون لپاره مراجعه وکړي.د شرطنامې له حکمونو سره سم، تضمین اخیستل کېږي.