Afghanistan Oil & Gas Corporation
د بغلان ولایت د ۱۰۰۲ خواجه الوان تیلو ټانک د بیا رغنیزې پروژې د داوطلبۍ اعلان
د شرکتونو عمومي ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، ترڅو په ۱۴۰۵ مالي کال کې د بغلان ولایت د…
د شرکتونو عمومي ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، ترڅو په ۱۴۰۵ مالي کال کې د بغلان ولایت د ۱۰۰۲ خواجه الوان تیلو ټانک د بیا رغنیزې پروژې په داوطلبۍ کې، چې د تشخیصې شمېره (AOGC/NCB/1405/W-02) یې دی، ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي د دغې پروژې شرطپاڼه په برېښنایي بڼه د ملي تدارکاتو له وېبپاڼې او یا په رسمي ډول د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي.
پر شرایطو برابر ټول داوطلبان مکلف دي چې خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له نافذه قوانینو او مقرراتو سره سم، په تړلې بڼه، د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴ تقویمي ورځو پورې، د افغانستان نفت او ګاز شرکت ته چې د کابل ښار، خیرخانه کوتل، د کابل ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
یادونه: ناوخته او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفرونو د پرانیستې غونډه به په شرطپاڼې کې له ټاکل شوې نېټه سره سم، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو، د یاد شرکت په ودانۍ کې ترسره شي.