Afghanistan Oil & Gas Corporation

د بغلان ولایت په شهر جدید کې د دولتي تېلو ټانک د اجارې ورکولو (مزایدې) د داوطلبۍ بیا اعلان

د اعتماد محمدي ساختماني او سړک جوړونې شرکت ، د بغلان ولایت د شهر جدید د تېلو ټانک د افغانستان د امارتي نفت او ګاز شرکت ملکیت د میاشتني کرایې په بدل کې دې د…

د بغلان ولایت په شهر جدید کې د دولتي تېلو ټانک د اجارې ورکولو (مزایدې) د داوطلبۍ بیا اعلان

د اعتماد محمدي ساختماني او سړک جوړونې شرکت ، د بغلان ولایت د شهر جدید د تېلو ټانک د افغانستان د امارتي نفت او ګاز شرکت ملکیت د میاشتني کرایې په بدل کې دې د (۶۰۳۰۰) افغانیو په مبلغ په اجاره واخلي.

هغه افراد، اشخاص او شرکتونه چې د داوطلبۍ غوښتنه ولري ، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴/۶/۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۲۳/۳/۱۴۴۸ هـ ق سره سمون لري، د رسمي غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د یاد تیلو ټانک د داوطلبۍ شرطنامه د (1000) افغانۍ په بدل کې د بغلان ولایت د نفت او ګاز له آمریت او یا د د افغانستان امارتي نفت او ګاز شرکت د سوداګریزو جایدادونو او د جوازونو د ثبت له معاونیت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل، د ښاروالۍ د ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، د وړاندیزونو د پرانیستې په غونډه کې د ګډون په موخه، ۱۵/۶/۱۴۰۵ نېټې، چې د یکشنبې ورځ، له غرمې وروسته په ۲:۰۰ بجو مراجعه وکړي.د شرطنامې له حکمونو سره سم، تضمین اخیستل کېږي.))