Afghanistan Oil & Gas Corporation

د تخار–بدخشان پر لویه لاره، د فرخار ولسوالۍ په سیمه کې د تېلو ټانک د جوړولو د پانګونې بیا اعلان

د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت، د شرکتونو لوی ریاست اړوند، په پام کې لري چې د بدخشان او تخار ولایتونو پر لویه لار د تخار ولایت اړوند فرخار ولسوالۍ کې…

د تخار–بدخشان پر لویه لاره، د فرخار ولسوالۍ په سیمه کې د تېلو ټانک د جوړولو د پانګونې بیا اعلان

د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت، د شرکتونو لوی ریاست اړوند، په پام کې لري چې د بدخشان او تخار ولایتونو پر لویه لار د تخار ولایت اړوند فرخار ولسوالۍ کې په یوه قطعه سپینه ځمکه باندې د خصوصي سکتور له شخصي پانګونې څخه د امتیازي قرار داد په بدل کې یو باب عصري او معیاري پمپ سټیشن ورغوي.

اشخاص او هغه شرکتونه چې د پانګونې لېوالتیا لري ۱۸/۵/۱۴۰۵ (ه ،ش) نیټې چې د ۲۵/۲/۱۴۴۸ (ه ، ق) نیټې سره سمون خوري له پیل څخه خپل غوښتنلیک وړاندې او د نوموړې پروژې شرطپاڼه د (۱۰۰۰) افغانۍ قیمت په بدل کې د تخار ولایت د نفت او ګاز مدیریت څخه او یا هم د افغانستان د نفت او ګاز امارتی شرکت له مرکزي د فتر د تجارتي جایدادونو او د جوازونو د ثبت معاونیت څخه چې د خیر خانې دکوتل پر سر ،د ښاروالئ د ۱۷مې ناحیې په څنګ کې موقعیت لري ،تر لاسه او د آفرونو د پرانسیتنې په غونډه کې د ګډون لپاره په تعیین شوې ورځ حاضر شي.

یادونه داوطلبان باید د نوموړې پروژې د نقشې او بل احجام د ترلاسه کولو لپاره له ځان سره فلش ولري.