Afghanistan Oil & Gas Corporation

د تورغندی بندر څخه د مرکز ذخایرو ته د (۹۰۰ تر ۱۰۰۰) ټنه د دیزلو تیلو د لېږد پروژې اعلان!

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، چې د چهارچوبی…

د تورغندی بندر څخه د مرکز ذخایرو ته د (۹۰۰ تر ۱۰۰۰) ټنه د دیزلو تیلو د لېږد پروژې اعلان!

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، چې د چهارچوبی تړون په بڼه، د تورغندی بندر څخه د مرکز ذخایرو ته د (۹۰۰ تر ۱۰۰۰) ټنه د دیزلو د لېږد په پروژه کې، چې د تشخیصیې شمېره یې AOGC/PR/RFQ/1405/ (0041) ده، په داوطلبۍ کې ګډون وکړي .

داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼې برېښنایي بڼه د شرکت له رسمي ټولنیزو پاڼو او فزیکي بڼه د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست د تدارکاتو له مدیریت څخه، د رسمي کاري وختونو په جریان کې ترلاسه کړي .

درانه داوطلبان مکلف دي، چې خپل آفرونه د شرطپاڼې او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له حکمونو سره سم، په تړلې بڼه، د آفرونو د پرانیستې غونډې ته، د یکشنبه په ورځ، د ۳۰/۰۳/۱۴۴۸ نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست اداري ودانۍ ته، چې د ۵۶ مرکز تیلو ټانک شاته موقعیت لري، له ځان سره راوړي .

یادونه: له ټاکلي وخت څخه وروسته رسېدلي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي