Afghanistan Oil & Gas Corporation

د تورغنډۍ د نفت او ګازو مدیریت د اړتیا وړ د تخلیې او بارولو د ۳۱ قلمه اجناسو پېرودنه

د هرات د نفت او ګاز امارتي شرکت حوزوي ریاست، ټول په شرایطو برابر داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، چې د تورغنډۍ د نفت او ګازو مدیریت د اړتیا وړ د تخلیې او…

د  تورغنډۍ د نفت او ګازو مدیریت د اړتیا وړ د تخلیې او بارولو د ۳۱ قلمه اجناسو پېرودنه

د هرات د نفت او ګاز امارتي شرکت حوزوي ریاست، ټول په شرایطو برابر داوطلبانو (شرکتونو) ته بلنه ورکوي، چې د تورغنډۍ د نفت او ګازو مدیریت د اړتیا وړ د تخلیې او بارولو د ۳۱ قلمه اجناسو پېرودنه ترسره کېږي او د AOGC/PR/REQ/1405/(0304) تشخیص شمېرې لرونکې ده، د ګډون غوښتنه کوي.

له همدې امله، غوښتونکي کولای شي د یادې پروژې د داوطلبۍ/غوښتنې اسناد د شرکت د رسمي ټولنیزو رسنیو له لارې (سافټ) بڼه او یا یې د هرات د نفت او ګاز امارتي شرکت حوزوي ریاست د تهیه او تدارکاتو له مدیریت څخه (هارډ) بڼه په رسمي کاري وختونو کې ترلاسه کړي.

درانه داوطلبان دې خپل وړاندیزونه د داوطلبۍ په اسنادو کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم، په تړلې بڼه، د آفرګشایۍ په غونډه کې د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۸/۳/ ۲۰ نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د هرات د نفت او ګاز شرکت حوزوي ریاست د تهیه او تدارکاتو مدیریت اداري تعمیر ته، چې د ۵۶ مرکز ټانک شاته موقعیت لري، له ځان سره راوړي.

د یادونې وړ ده، چې له ټاکلي وخت څخه وروسته را رسېدلي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.