Afghanistan Oil & Gas Corporation

د تړون د ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

د تدارکاتو د طرزالعمل د ( ۲) فقرې او ( ۸۴) حکم پر بنسټ، ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د شرکتونو عمومي ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت په پام…

د تړون د ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

د تدارکاتو د طرزالعمل د ( ۲) فقرې او ( ۸۴) حکم پر بنسټ، ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د شرکتونو عمومي ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت په پام کې لري، د (مرکز او ولایتونو د اړتیا وړ تېزرفتاره وسایطو د پرزو د پېرلو ) پروژه، چې د AOGC/NCB/1405/G-18 تشخیصیې شمېرې لرونکې ده، د محترم رحمت حمید زاده لمیټډ شرکت سره، چې د 4555 جواز لرونکی او کابل ولایت د خراسان تجارتی مرکز، قوای مرکز، دویم ناحيي اړوند سیمه کې موقعیت لري، د حداقل ( 2,490,696 ) دوه میلیونه څلور سوه نوي زره شپږ سوه شپږ افغانۍ او د اعظمي (3,977,100) درې میلیونه نهه سوه اوه اویا زره او سل افغانۍ په مجموعي بیه قرارداد وکړي .

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې د یادې پروژې د تړون د ورکړې په اړه هر ډول اعتراض یا شکایت ولري، د تدارکاتو د طرزالعمل د ( ۳) فقرې او ( ۸۴) حکم پر بنسټ، کولای شي خپل اعتراض د دغې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (5) کاري ورځو پورې، له اړوندو دلایلو او اسنادو سره یوځای، په رسمي ډول د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار، خیرخانې کوتل، د ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وړاندې کړي .

یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیکولو په معنی نه ده.

د اعتراض لپاره د ټاکلې مودې له بشپړېدو او د اړوندو قانوني پړاوونو له طی مراحل کېدو وروسته د تړون او لاسلیکولو په برخه کې اړینې کړنې به ترسره شي .