Afghanistan Oil & Gas Corporation

د تیلو د وېش دوه سیسټمه پایو د داوطلبۍ خبرتیا!

د شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت اړوند د کابل ولایت نفت او ګاز ریاست، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د بیع…

د تیلو د وېش دوه سیسټمه پایو د داوطلبۍ خبرتیا!

د شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت اړوند د کابل ولایت نفت او ګاز ریاست، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د بیع السلم تړون له لارې د تیلو د وېش دوه سیسټمه پایو د پیرلو په تدارکاتي پروژه کې، چې د (1406/18/AOCC/PR/RFQ) تشخیصیه شمېره لري، ګډون وکړي او د نرخ غوښتنې اسناد په فزیکي بڼه، په رسمي کاري ساعتونو کې، د کابل نفت او ګاز ریاست د تدارکاتو له مدیریت څخه، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ښاروالۍ د۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي.

درانه داوطلبان مکلف دي، خپل وړاندیز شوي نرخونه د نرخ غوښتنې په اسنادو کې د درج شویو شرایطو او مشخصاتو له مخې ترتیب او په ټاکلې موده کې یې د آفرونو د سپارلو ځای ته وسپاري.

له ټاکلې مودې وروسته او د انټرنېټ له لارې استول شوي نرخونه د منلو وړ نه دي.

د آفر پرانېستې غونډه به د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د پنځمې میاشتې په ۱۵مه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د لړم میاشتې له ۵مې نېټې سره سمون لري، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د کابل ولایت نفت او ګاز ریاست په ودانۍ کې ترسره شي.