Afghanistan Oil & Gas Corporation
د حیرتان بندر له ذخایرو څخه بلخ، بغلان او بدخشان ولایتونو ته د اوبلن ګاز د لېږد داوطلبۍ خبرتیا!
د شرکتونو عمومي ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د حیرتان نفت او ګاز حوزوي ریاست، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د لاندې پروژې د…
د شرکتونو عمومي ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د حیرتان نفت او ګاز حوزوي ریاست، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د لاندې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي: • له حیرتان بندر څخه بلخ ولایت ته د( ۹۰۰ تر ۱۰۰۰ ټنه)اوبلن ګاز لېږد؛ • له حیرتان بندرڅخه بغلان ولایت ته د ( ۶۰۰ تر ۷۰۰ ټنه) اوبلن ګاز لېږد؛ • له حیرتان بندر څخه بدخشان ولایت ته د ( ۴۰۰ تر ۵۰۰ ټنه) اوبلن ګاز لېږد؛ یاده پروژه د چهارچوبي تړون له مخې، چې د تشخیص شمېرې (AOGC/HIR/NCS/1405/004) لري، ترسره کېږي.
پر شرایطو برابر ټول داوطلبان کولای شي، د یادې پروژې د نرخ غوښتنې سند په سافټ بڼه د ټولنیزو رسنیو له پاڼو او یا په فزیکي بڼه د حیرتان بندر د حیرتان نفت او ګاز حوزوي ریاست د تدارکاتو او تهیه مدیریت څخه، په رسمي وختونو کې ترلاسه کړي.
داوطلبان دې خپل آفرونه د نرخ غوښتنې په سند کې له درج شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، په سرتړلې بڼه، د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۱مه، د شنبې ورځ، سهار ۱۰:۰۰ بجې د حیرتان نفت او ګاز حوزوي ریاست د تدارکاتو او تهیه مدیریت ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې له ټاکلي وخت وروسته رسېدلې آفرونه د منلو وړ نه دي.