Afghanistan Oil & Gas Corporation
د حیرتان بندر له ذخایرو څخه د کابل ولایت د بادامباغ/بینینیزار ذخایرو ته له( ۹۵۰ تر ۱۰۰۰ ټنه ) پټرولو د لېږدونې پروژې خبرتیا!
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د چهارچوبي تړون په ترڅ کې د حیرتان بندر له ذخایرو…
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د چهارچوبي تړون په ترڅ کې د حیرتان بندر له ذخایرو څخه د کابل ولایت د بادامباغ/ بینینیزار ذخایرو ته له( ۹۵۰ تر ۱۰۰۰ ټنه ) پورې د پټرولو د لېږدونې پروژې، چې د تشخیصیه شمېرې AOGC/PR/RFQ/1405-02 (54) لرونکی دی، ګډون وکړي.
درانه داوطلبان کولای شي، د یادې پروژې شرطپاڼه په فزیکي بڼه، د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه، په رسمي کاري ساعتونو کې ترلاسه کړي.
داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له درج شویو شرایطو او د نویو تړونونو د قانون او تدارکاتي طرزالعمل له مخې، په سر تړلې بڼه، د آفرګشایۍ په غونډه کې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د تلې میاشتې په ۱۴مه، د سهشنبې په ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د افغانستان نفت او ګاز شرکت د تدارکاتو آمریت ته چې د کابل، خیرخانې کوتل د ښاروالي د ۱۷مې ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري، وسپارئ.