Afghanistan Oil & Gas Corporation

د حیرتان بندر له لارې د پټرولو د عرضې خبرتیا

د وروستیو سیمه‌ییزو کړکېچونو له لامله، په نړیوالو او سیمه‌ییزو بازارونو کې د نفتي توکو او اوبلن ګاز بیې لوړې شوې دي، چې ورسره په هېواد کې هم د دغو توکو په…

د حیرتان بندر له لارې د پټرولو د عرضې خبرتیا

کابل – ۱۴۰۵/۰۴/۳۰ هـ.ش د وروستیو سیمه‌ییزو کړکېچونو له لامله، په نړیوالو او سیمه‌ییزو بازارونو کې د نفتي توکو او اوبلن ګاز بیې لوړې شوې دي، چې ورسره په هېواد کې هم د دغو توکو په نرخونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

په همدې شرایطو کې، د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د بازار د ثبات، پر هېوادوالو د اقتصادي فشار کمولو او د خصوصي سکټور ملاتړ په موخه، د حیرتان نفت او ګاز حوزوي ریاست له لارې په حیرتان بندر کې د پټرولو عرضه هر ټن په ۱۴۵۰ امریکايي ډالرو پیلوي.

له همدې لامله، د تېلو له ټولو ټانک لرونکو څخه غوښتنه کېږي، چې د خپل ټانک د اصلي جواز لرلو سره د حیرتان نفت او ګاز حوزوي ریاست ته مراجعه وکړي او د اړتیا وړ پټرول ترلاسه کړي.

یادونه: د پټرولو وېش د سهار له ۹:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴:۰۰ بجو پورې ترسره کېږي.