Afghanistan Oil & Gas Corporation

د بلخ ولایت اداري ودانۍ د بیارغنیزې پروژې د تړون ورکړی خبرتیا!

د تدارکاتو د طرزالعمل د دوهمې فقرې او څلور اتیاوم حکم په اساس ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د شرکتونو عمومی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت…

د بلخ ولایت اداري ودانۍ  د بیارغنیزې پروژې د تړون ورکړی خبرتیا!

د تدارکاتو د طرزالعمل د دوهمې فقرې او څلور اتیاوم حکم په اساس ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د شرکتونو عمومی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت په پام کې لري، د بلخ ولایت د اداري ودانۍ بیارغنیز پروژه، چې د (AOGC/NCB/1404/W-37) تشخیصیه نمبر درلودونکې، د ولید نوري ساختماني او سرک جوړونې شرکت ته چې د (107154) نمبر جواز لرونکی او د بلخ ولایت په مرکز (مزارشریف) کې د فرهنګ برج سره واقع دی؛ په مجموعي (0(2,800,565.6دوه میلیونه، آته سوه زره، پنځه سوه او پنځه شپیته افغانۍ قیمت تړون (قرارداد) وکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دغه برخه کې هر ډول نیوکه (اعتراض) لري، کولای شي د خبرتیا له نېټې څخه تر (5) کاري ورځو پورې د تدارکاتو د طرزالعمل د دریمې فقرې او څلور اتیاوم حکم په اساس په رسمي بڼه له دلایلو سره یوځای( د افغانستان نفت او ګاز شرکت اړوند د تدارکاتو آمریت) ته چې د خیرخانې کوتل د ښاروالۍ د 17 ناحیې ریاست ترڅنګ موقعیت لري.

وړاندې کړي.

نوموړې خبرتیا د تړون ( قرارداد) په معنی نه ده، تر یاد شوي وخت او قانوني پړاوونو تر بشپړیدو وروسته یاد تړون (قرارداد) تړل کیږي.